Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اطلاعاتو او کلتور وزارت: د غزني تاریخي ابدې به ورغول شي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د روان کال په لړ کې غزني کې د یو شمیر لرغونو ابدو د بیارغونې په موخه د هڅو خبر ورکوي.

د دې وزارت سرپرست د غزني یو شمېر لرغونو ابدو د لېدنې پر مهال ویلي چې غزني زیات شمېر لرغونې ابدې لري او ورته به جدي پاملرنه وشي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وايي: «کوښښ کوو چې له هرې لارې نه وي، موږ لومړی له خپلې بودجې نه او له هغه وروسته د خپلو خلکو په همکارۍ باندې چې څنګه کولای شو، د دې ځایونو حفاظت وکړو، باید وې کړو، دا زموږ او ستاسو د ټول ولس وجیبه ده چې خپل تاریخي کوم اثار او د افغانستان کوم ژوندی تاریخ دی، زموږ او ستاسو هویت څرګندوي،  هغې حفاظت وکړای شو او وې کړو.»

د غزني یو شمېر فرهنګپالان او اوسېدونکي هم تاریخي ابدې د هیواد د ملي هویت بېلګه بولي او د سرپرست حکومت له لوري ورته د پاملرنې غوښتنه کوي.

په غزني فرهنګي فعال اغا محمد خوشه زاده وايي: «د غزني ښار د تاریخي ابدو رغولو او ساتلو ته پاملرنه ډېره توجه جلبوي، باید د غزني ښار خلک له اطلاعاتو او کلتور وزارت او اسلامي امارت سره په‌دې برخه کې همکاري وکړي.»

د غزني اوسېدونکی محب‌الله وايي: «له اسلامي امارت څخه او ټوله کې له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه مو غوښتنه دا ده چې بشپړه پاملرنه ورته وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۳ کال کې د یونیسکو فرهنګي سازمان غزني د اسلامي نړۍ د تمدن او کلتور د پلازمینې په توګه ونوماوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه