Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ښځو پر محدودیتونو د هانا نیومن نیوکه

د اروپا د پارلمان یوه غړې، په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو پر لګولو نیوکه کوي.

هانا نیومن له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ټینګار کوي چې په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو لګولو د هغوی لپاره ټولنیز ژوند تنګ کړی او  اقتصادي فرصتونه یې له منځه وړي دي.

د اروپا د پارلمان غړې هانا نیومن وايي:«هغوی ټولنیز ژوند لا تنګ کړی، د نیم نفوس ژوند یې لا محدود کړی دی او په دې ټولو فرماونو او ممانعتونو سره یې د هېوادوالو اقتصادي فرصتونه له منځه وړي دي.»

مېرن نیومن له اسلامي امارته غواړي، چې په اقتصادي او ټولنیزه برخه کې د ښځو عملي مشارکت ته ژمن پاتې شي او په دې برخه کې لګول شوې بندیزونه لېرې کړي.

هانا نیومن څرګندوي:«دلته زما سفر د دې لپاره و، چې له ښځو په ځانګړې توګه د نادولتي ادارو او سوداګریز سکټور په برخه کې له هغو ښځو سره وګورم چې تر اوسه کار نه شي کولای او اقتصادي سقوط یې اصلي ستونزه ده، او دغه راز هغو کسانو سره کتنه وکړم چې افغانانو ته ټولنیز خدمتونه برابروي، نو له همدې امله زموږ د سفر او کتنو موخه همدا وه.» 

مېرمن هانا له اسلامي امارت سره تعامل ته هم خوشبینه ده:«فکر کوم چې اوس تعامل په ملي کچه ترسره کېږي، ځکه د بېلګې په توګه موږ دلته د اروپایي ټولني استازولي لرو، زموږ استازی کله ناکله له هغوی سره ګوري.»

د سیاسي چارو شنونکي نجیب الله جامع وویل:«د افغانستان په هکله فشارونه او بندیزونه نه یوازې د حل لار نه ده. بلکې د اورپايي ټولنې په ګډون باید امریکا، د سیمې هېوادونه او ټوله نړۍ له افغانستان سره یو مثبت او جوړونکی او په تفاهم ولاړ ډيالوګ ته را وړاندې شي.»

د اروپايي ټولنې دغه چارواکې دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې تر دې وړاندې اسلامي امارت په ځلونو ویلي چې د اسلامي قوانینو په رڼا کې د ښځو حقونو ته ژمن دی او د مناسبو شرایطو په برابرېدو سره به ښځو ته د کار او تحصیل اجازه ورکړل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه