Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: سرپرست حکومت ټول‌ګډونه دی او د ټولو پرګنو استازیتوب کوي

د افغانستان، پاکستان او چین تر منځ له درې اړخیزې غونډې وروسته د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې په جوړو شویو مراسمو کې وویل، اوسنی سرپرست حکومت ټول‌ګډونه دی او په وینا یې د افغانانو د ټولو پرګنو استازیتوب کوي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړې چې د دغو درې هېوادونو ترمنځ په درې اړخیزې غونډه کې، د افغانستان له اوسني حکومت سره د تعامل پر اهمیت هم خبرې شوې دي. 

ښاغلي متقي په دې غونډه کې له نړۍوالو وغوښتل چې، د افغانستان مسایلو ته لومړیتوب ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه:«که همه‌شموله په دې معنا وي چې یو وزیر دې د فرانسې په فرمایش وي، بل یې د امریکا په فرمایش وي، بل یې د بل هېواد په فرمایش وي. داسې همه‌شموله ریښتا موږ نه شو کولای او دا مو نه دی کړی. او که همه‌شموله په دې معنا وي چې د افغانانو د ټولو سیمو نماینده‌ګي وکړای شي، هغه خو شته.»

امیرخان متقي له پاکستانه وغوښتل چې، پاکستان ته د افغانانو د تګ راتګ په بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلي متقي همداراز د سیمه‌ییزو بنسټیزو پروژو پر عملي کېدو هم ټينګار وکړ.

ښاغلي متقي وویل:«د پاکستان له حکومت سره دا خبره کړې ده چې د افغانانو په حق کې، په خصوصاً د مریضانو په حق کې باید ډېر شفقت وکړي. او نور دا نیونې باید پای ته ورسوي.»

د سیاسي چارو شنوونکی ویس ناصري په دې هکله وايي:«کله چې موږ له سیاسي تنوع او د ټول‌ګدونه حکومت او نظامه خبرې کوو، زموږ موخه د بېلابېلو لورو شتون او یا د بېلابېلو جریانونو ترمنځ وېشنه نه ده؛ بلکې په نظام او واکمنۍ کې د خلکو او د ټولنې د بېلابېلو پرګنو شتون دی.»

د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخیزې غونډې په ګډه اعلامیه کې راغلي چې، له افغانانو سره بشري مرستې باید له هر ډول سیاسي ملاحظات پرته ترسره شي.

په یاده درې اړخیزه غونډه کې درې واړو هېوادونو د کرنې، سوداګرۍ، انرژۍ، ظرفیت جوړونې او د پولو د مدیریت په برخو کې پر ګډو همکاریو هم سلا کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه