Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټکسي موټرو د رنګ بدلون بهیر پېل

له زېړه روښانه فېروزه‌‌يي ته د ټکسي موټرو د رنګ بدلون بهیر پېل شو. د ټرافیکو عمومي ریاست وايي چې د ټکسي موټرو تازه رنګ روښانه او له نړۍوال کوډ سره برابر دی.

له دې سره هم‌مهاله د کورنیو چارو وزارت مرستیال په دې باور دی چې د ټکسي موټرو د رنګ له بدلون سره، د هېوادوالو امنیت به لا تامین شي.

د ټرافیک پولیسو عمومي رییس وايي چې دغه بهیر د کابینې له خوا تصویب شوی دی.
 
د ښاري ټکسیانو لپاره فیروزه‌يي او سپین رنګونه او همداراز اطرافي ټکسیانو ته یوازې فیروزه‌يي رنګ غوره شوی دی.

د ټرافیک پولیسو عمومي رییس حسیب الله مختار وايي:«موږ د نړۍوال کنوانسیون غړيتوب لرو. هلته د رنګ مشخص کوډونه شتون لري. موږ رنګ او کوډ انتخاب کړ چې تقلیدي نه دی او کوم بل هېواد له هغې استفاده نه کوي.»

د کورنیو چارو وزیر لومړی مرستیال بیا وايي، د ښاري او اطرافي ټکسیانو د رنګونو په بدلولو سره به په هېواد کې د نا امنیو، فساد او انسان تښتونو مخه ونیول شي.

د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال محمد نبی عمري څرګندوي:«له دغه کار سره به امنیتي ستونزې او د تښتولو پېښې له منځه ولاړې شي. دغه پېښې به له سلو ۹۸ یا هم ۹۵ سلنه کمې شي.»

له دې سره سم، د ټرافیک پولیسو د احصایې او پلان مدیر بیا پر دې باور دی چې له دې چارې سره به د ټکسیانو خدمات او ښاري نظم ښه شي.

د ترافیک پولیسو د عمومي ریاست د احصاییې او پلان مدیر عبدالودود خیرخواه وايي:«زموږ موخه دا ده چې هېوادوالو ته د ټکسي خدمتونه په وظیفوي سپېڅلتیا کې ترسره شي، باید په روڼتیا ترسره شي.»

د ټرافیک پولیسو د عمومي ریاست په وینا، دم‌ګړۍ ۶۷ زره ټکسیان په دغه ریاست کې ثبت دي. دغه ریاست له ټولو ټکسي چلوونکو غواړي چې، د خپلو ټکسیانو د رنګ بدلولو په موخه د ټرافیک ریاست ته مراجعه وکړي.

شریک یي کړئ