Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولوي عبدالکبیر: د هرې ورځې په تېرېدو سره له نړۍ سره تعامل ښه کېږي

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال وايي، د هرې ورځې په تېریدو سره له نړۍ سره د اسلامي امارت تعاملات ښه کېږي.

د سرپرست حکومت دغه لوړپوړی چارواکی په کابل کې د کورنیو محصولاتو د نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې زیاتوي، له اسلامي امارت سره د نړۍ غیر رسمي تعاملات د رسمیت پیژندنې په مانا دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي: «له اسلامي امارت سره ډېپلوماټیک تعامل مخ پر زیاتېدو دی، تاسو ته معلومات شته، زمو او ستاسو د بهرنیو چارو وزیر په نږدې وختونو کې چې پاکستان ته سفر کړی و، هلته درې اړخیزه وینا چې د پاکستان، چین او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو رسمي وینا او رسمي اعلامیه داسې خپره شوه، دا په هغه صورت کې کېږي چې ملکونه یو بل په رسمیت پېژني.»

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال هیله من دی چې نړۍ اسلامي امارت ژر په رسمیت وپېژني.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر زیاتوي: «ان‌شاء الله دنیا د وخت په تېرېدو او د حقایقو په پوهېدو سره به زموږ سیاسي تعلقات له دنیا سره زیاتېږي او رسمیت اخري خبره به هم راووځي.»

بل‌خوا، د سیاسي چارو ځیني شنونکي وایي، چې اسلامي امارت باید په رسمیت د پېژندل کېدو لپاره د نړۍ مشروع غوښتنې ومني.

د سیاسي چارو شنونکی غلام سخی احساني وايي: «نړۍ په ځلونو تینګار کړی دی او خپلې غوښتنې یې مطرح کړي دي که سرپرست حکومت غواړي د نړیوالې ټولنې غړی شي، باید د نړیوالې ټولنې له ظرفیتونو او امکاناتو څخه په استفادې سره په‌دې برخه کې عمل وکړي چې یو ټول شموله حکومت رامنځ‌ته کړي، د بشري حقونو مساله او د ښځو د حقونو مسله باید وڅېړل شي.»

په‌ وروستیو کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په یوه اعلامیه کې ویلي چې سرپرست حکومت د رسميت پېژندنې شرایط نه‌دي بشپړ کړي، خو دغه ټولنه د افغانانو پر ستونزو د غور لپاره، له اسلامي امارت سره خپل تعامل ته دوام ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه