Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اړیکو ښه‌والی او همکاري؛ کندهار کې د قطري او ا.ا چارواکو د خبرو چورلیز

د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او مله پلاوي یې له رییس الوزرا سره په لیدنه کې، د همکاریو د پراختیا، د دوه اړخیزو اړیکو ښه‌والي او اقتصادي مسایلو په هکله خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي چې له قطري پلاوي د کابل یوه غوښتنه، له ګاونډیو، د سیمې او نړۍ له هېوادونه سره د اړیکو ښه‌والی دی.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي طلوع‌نیوز ته وايي:«د اړیکو پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې لکه روغتیايي، ښوونیز او اقتصادي برخو کې د هغوی د همکارۍ تمرکز وشي.»

بل خوا، د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې په دې کتنه د اقتصادي او بشري ناورینونو د اغېزو پرکمېدو خبرې شوې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي:«قطر د افغانستان له ټولو قشرونو او خلکو او په افغانستان کې د امنیت، ټیکاو، سوکالۍ او پتمن ژوند د رامنځته کېدو لپاره له پرلپسې هڅو ملاتړ څرګند کړی دی.»

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وايي:«د دې اړتیا ده چې د قطر ورور هېواد د افغانستان په اقتصادي، سیاسي او تعلیمي برخو کې، په مرسته کې مثبت رول ولوبوي. له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او اعتماد نور هم غښتلی شي.»

د سیاسي چارو شنونکي طارق فرهادي هم وویل:«د قطر لومړی وزیر د هغه پیغام ملاتړی دی چې د دوحې په کنفرانس کې، کله چې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي په دوحه کې و، د سرپرست حکومت لپاره چمتو شو، د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي او د طالبانو حکومت دې ټول‌ګډونه شي.»

خو افغانستان ته د جګپوړي قطري پلاوي سفر څه پيغام لري؟

د نړۍوالو چارو شنونکی رحمت الله بیژن پور په دې هکله وايي:«دا سفر څرګندوي قطر هڅه کوي چې طالبان همغږو او د ملګرو ملتونو سازمان سیاستونو ته قانع کړي او ملګرو ملتونونه د طالبانو رسمیت پېژندلو ته وهڅوي.»

د سرپرست حکومت له جوړېدو د نږدې دوو کلونو له تېرېدو وروسته، دا افغانستان ته د جګپوړي قطري پلاوي لومړی سفر دی.

قطر په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت، امریکا متحده ایالتونو او نورو هېوادونو تر منځ د اسانچاري په توګه عمل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې قطر تر اوسه دوه ځلي د افغانستان په تړاو د مهمو پېښو کوربه پاتې شوی، په ۲۰۲۰ کال کې د دوحې هوکړه لیک همدلته لاسلیک شو او د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د جګپوړ چارواکو غونډه هم په همدغه هېواد کې ترسره شوه.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې په دې کتنه د اقتصادي او بشري ناورینونو د اغېزو پرکمېدو خبرې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه