Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: له قطره مو وغوښتل چې افغانستان کې پانګونه وکړي

افغانستان ته د قطري پلاوي له سفر وروسته، د اسلامي امارت ویاند د دغه سفر په تړاو جزئیات وړاندې کړِي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په دې کتنه کې سرپرست حکومت د اړیکو د ښه کېدو، د همکاریو د دوام او په افغانستان کې د قطر د پانګونې غوښتنه کړې ده.

ښاغلی مجاهد زیاتوي سرپرست حکومت له قطري پلاوي غوښتي چې له افغانستان سره د نړۍ د ډيپلوماټیکو اړیکو د ښه کېدو په برخه کې د هېوادونو د شک او بدګومانۍ د لېرې کولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
               
د اسلامي امارت ویاند څرګندوي:«هغه موضوعګانې چې موږ له قطر هېواده وغوښتې د همکاریو دوام و، دویم په ډپيلوماټیکو برخو کې د اغېزناکو ګامونو پورته کول په ځينو هېوادونو کې چې شکونه او بدګومانۍ شتون لري د هغې په حل کې مرسته او همکاري وکړي.»

بل خوا، هېواد ته د قطري پلاوي له سفر وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل قطري سیال سره په ټلېفوني اړیکه کې د افغانستان د وروستیو بدلونونو په تړاو خبرې کړې دي.

تر اوسه د دغو خبرو جزییات څرګند نه دي؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې واشنګټن له افغانستان سره د قطر د دوامداره مرستو ستاینه کړې ده.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي:«د افغانستان په سیاسي او اقتصادي بدلونونو کې د دوحې رول مثبت دی. لکه څرنګه یې چې د تړون په لاسلیک کې مهم رول ولوبوه. دم‌ګړۍ هم د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ د تعامل په پراختیا کې مثبت رول لوبوي.»

خو د سیاسي چارو ځيني شنونکي پر دې باور دي چې د قطر لومړي وزیر اسلامي امارت ته مهم پيغامونه لرل.
                               
د سیاسي چارو شنونکي برناصالحي وویل:«په هغه صورت کې چې نړۍواله ټولنه وغواړي چې د قطر له لارې په افغانستان کې له طالبانو سره د اړیکو د ښه‌والي په هڅه کې وي. زما په اند پر طالبانو د قطر فوق‌العاده اغېزه به له نظره لېرې نه وي او شونې ده چې له طالبانو سره د نړۍ د اړیکو په ښه‌‌والي کې مرسته وکړي.»
                          
د نړۍوالو چارو شنوونکی نور الله راغي هم څرګندوي:«قطر د طالبانو د ملاتړي په توګه، د خپل لومړي وزیر له استولو سره طالبانو ته وايي چې موږ لا هم ستاسو ملاتړي یوو؛ خو ستاسو کړه د قطر نړۍوال مقام او حیثیت ته زیان رسوي او درېیم پيغام هغه غونډه چې مخکې په قطر کې د سیمې هېوادونو له خوا جوړه شوه، د سیمې هېوادونه د طالبانو له کړو اندېښمن دي.»

قطر د امریکا متحده ایالتونو او اسلامي امارت تر منځ د دوحې د هوکړه لیک په لاسلیکولو کې مهم رول درلود. دوحه څه باندې دوه کاله د اسلامي امارت د ډيپلوماسۍ مرکز و او په وروستي مورد کې د افغانستان لپاره د نړۍ د شلو هېوادونو له ځانګړو استازو سره د ملګرو ملتونو غونډه هم همدغه هېواد کې وشوه.
 
ښاغلی مجاهد وايي سرپرست حکومت له قطري پلاوي غوښتي چې له افغانستان سره د نړۍ د ډيپلوماټیکو اړیکو د ښه کېدو په برخه کې د هېوادونو د شک او بدګومانۍ د لېرې کولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه