طلوع نیوز داسې اسناد ترلاسه کړي چې ښيي په هند کې د افغانستان سفارت په فساد او اختلاس کې لاس لري.
د دغو اسنادو پر بنسټ په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت، د سفارت د ځمکې یوه برخه د زیاتو پیسو په بدل کې یوه هندي شرکت ته په اجاره ورکړې ده.
په دغو اسنادو کې په یوه کې یو افغان وګړي شکایت کړی چې د هند د عاجلې ویزې د ترلاسه کولو لپاره یې د سفارت کارکوونکو ته پنځه زره امریکایي ډالر ورکړي دي.
ورته مهال په دغه سند کې د یوه هندي شرکت مسوول ادعا کړې ده، چې په هند کې د افغانستان د سفارت نیم جریب ځمکه او دوه ودانۍ د تبلیغاتي موخو لپاره په اجاره ورکړل شوې دي.
وویک دکشیت د هند بهرنیو چارو وزارت ته شکایت کړی، چې دغه ځمکه په واک کې نه ده ورکړل شوې او د افغانستان سفارت یې ۲۷۵ زره ډالره هم نه ورکوي.
بل خوا، په هند کې افغان کډوال په دغه هېواد کې د دغه سفارت د کارکوونکو د پراخ فساد خبره کوي.
په هند کې د افغان کډوالو استازی شمس قاري زاده وايي:«د دوی او د دوی د ډلې پر ضد بېلابېل موردونه دي. د غنمو د لېږد موضوع، چې د افغانستان له بې وزلو خلکو سره د هند مرستې وې، د پاسپورټونو تمدید موضوع ده، کډوالو ته د مرستو راټولولو موضوع ده، د هند سردارانو ته د دولتي املاکو د افغانستان سفارت د ډپيلوماټیکې ساحې د ورکړې موضوع ده.»
په بل سند کې ښودل شوي چې اته میاشتې وړاندې یوه کس د هند د بېړنۍ وېزې د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان د سفارت دوو کارکوونکو ته پنځه زره ډالره ورکړي؛ خو تر اوسه یې خپله وېزه نه ده ترلاسه کړې.
محصل سید حبیب الله قریشي په دې هکله څرګندوي:«زموږ د ویزو د لغوه کېدو، له درسونو څخه دوه کاله د لېرې کېدو عمده دلیل، په هندوستان کې د افغانستان د سفارت بې کیفیت والی دی.»
اخوا، په هند کې د افغانستان سفیر د دغه سفارت پر ډيپلوماټانو د مالي فساد او اختلاس لګېدلي تورونه بې بنسټه ګڼي.
پخوانی ډيپلوماټ نورالله راغي هم زیاتوي:«له هېواده بهر د افغانستان په سفارتونو او کونسلګریو کې د فساد د مخنیوي یوازینۍ لار برېښنايي کول دي او همدارنګه د هغوی د صادره اسناندو ارزښت ناکه کېدل او له ځانګړو امنیتي کوډونو سره لکه سټيکر او پاسپورټ او د دوی په څېر له مرکزه صادر شي او هغوی ته واستول شي، دي.»
له دې سره جوخت، په هند کې ځينې افغان کډوال د هند له بهرنیو چارو وزارته غواړي چې افغانانو ته د هند د وېزې د ورکړې بهیر بېرته پېل کړي.
اخوا، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د غويي میاشتې په پنځمه قادر شاه یې د فرید ماموندزي پر ځای د ډپیلوماټ په توګه معرفي کړی دی.
خو د دغه لیک له استولو دوه ورځې وروسته، په هند کې د افغانستان سفیر، قادرشاه یې له غیر رسمي ادارو سره د اړیکو او د اصولو پرخلاف چلند له امله له دندې لېرې کړی دی.
په دې اړه مو اندونه