Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کرني وزارت: د هېواد په څلورو زونونو کې به کرنیز کمپلکسونه جوړ شي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال فضل باري فضلي د هېواد په څلورو زونونو کې د کرنیزو کمپلکسونو له جوړیدو خبر ورکوي.

د سرپرست حکومت دغه چارواکی وایي، چې ۸۰ سلنه هېوادوال په کرنه بوخت دي.

د کرنې وزارت مرستیال فضلي طلوع‌نیوز ته وویل:«د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې د هېواد په څلورو زونونو کې پراخ کرنیز کمپلکسونه د جلال اباد، هرات، قوش‌تیپې په ساحو کې، په سوېل کې په هلمند او کندهار کې جوړ کړي.»

بل خوا، د ریاست الوزرا د دفتر رییس له سوداګرو غواړي چې د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره هڅې وکړي. د ده په وینا، اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو ملاتړ ته ژمن دی.
              
د ریاست الوزرا د دفتر رییس عبدالواسع وايي:«هر هغه سوداګر او هغه بنسټ چې په افغانستان کې پانګونه کوي او یا شرکت جوړوي اسلامي امارت له هغه سره همکاري کوي.»

د مفید ګروپ استازی عادل بیګ هم څرګندوي:«موږ غواړو چې افغانستان له ټولې نړۍ سره ونښلول شي، په واقعیت کې موږ پلان لرو چې اته ساعته کارګو خدمتونه وړاندې کړو او په دغو خدمتونو کې به د وزن محدودیت نه وي، موږ لویه الوتکه لرو او د توکو په لېږد کې کومه ستونزه نه لرو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د هوایي کارګو لومړني شرکت د شنبې په ورځ د غويي پر۲۳مه، په کابل کې خپل فعالیت پېل کړ.

د ریاست الوزرا د دفتر رییس له سوداګرو غواړي چې د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره هڅې وکړي. د ده په وینا، اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو ملاتړ ته ژمن دی.

تصویر بندانگشتی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال فضل باري فضلي د هېواد په څلورو زونونو کې د کرنیزو کمپلکسونو له جوړیدو خبر ورکوي.

د سرپرست حکومت دغه چارواکی وایي، چې ۸۰ سلنه هېوادوال په کرنه بوخت دي.

د کرنې وزارت مرستیال فضلي طلوع‌نیوز ته وویل:«د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې د هېواد په څلورو زونونو کې پراخ کرنیز کمپلکسونه د جلال اباد، هرات، قوش‌تیپې په ساحو کې، په سوېل کې په هلمند او کندهار کې جوړ کړي.»

بل خوا، د ریاست الوزرا د دفتر رییس له سوداګرو غواړي چې د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره هڅې وکړي. د ده په وینا، اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو ملاتړ ته ژمن دی.
              
د ریاست الوزرا د دفتر رییس عبدالواسع وايي:«هر هغه سوداګر او هغه بنسټ چې په افغانستان کې پانګونه کوي او یا شرکت جوړوي اسلامي امارت له هغه سره همکاري کوي.»

د مفید ګروپ استازی عادل بیګ هم څرګندوي:«موږ غواړو چې افغانستان له ټولې نړۍ سره ونښلول شي، په واقعیت کې موږ پلان لرو چې اته ساعته کارګو خدمتونه وړاندې کړو او په دغو خدمتونو کې به د وزن محدودیت نه وي، موږ لویه الوتکه لرو او د توکو په لېږد کې کومه ستونزه نه لرو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د هوایي کارګو لومړني شرکت د شنبې په ورځ د غويي پر۲۳مه، په کابل کې خپل فعالیت پېل کړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه