Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د اقتصادي وضعیت په هکله د بشري حقونو د څار بنسټ اندېښنه

د بشري حقونو د څار بنسټ په خپل تازه راپور کې افغانستان یو له هغو هېوادونو بللی، چې له تر ټولو بد اقتصادي وضعیت سره مخ دی.

د دغه راپور موندنې ښيي، چې د هېواد دوه پر درېیمه برخه وګړي د خوراکي خوندیتوب له نشتوالي سره مخ دي او ۸۷۵ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي.

په دغه راپور کې راغلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو او د نړۍوالې ټولنې د مرستو له ناڅاپي بندېدو وروسته، دغه هېواد له ناورین سره مخ شوی او په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز دغه ناورین لا پسې سخت کړی دی.

د بشري حقونو د څار بنسټ په راپور کې راغلي:«افغانستان تر ډېره د رسنیو له سترګو پټ دی، خو لا هم په نړۍ کې یوه له تر ټولو بدو بشري غمیزو تجربه کوي. د دغه هېواد دوه پر درېیمه برخه نفوس د خوراکي خوندیتوب په نشتوالي کې ژوند کوي، چې په دې لړ کې ۸۷۵ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. په دغه هېواد کې ښځې او نجونې تر ټولو ډېر له خطر سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک هم وايي:«زما اضافي معلومات دا دي چې په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن دی او په عین حال کې زموږ فعالیتونه د بودیجې له کمښت سر مخ دي.»

خو د اسلامي امارت اقتصاد وزارت په هېواد کې د خوراکي خوندیتوب د نشتوالي لامل، بندیزونه او د هېواد د شتمنیو کنګل کېدل ګڼي.                               

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وویل:«د خوړو د نه خوندیتوب اصلي لامل، بندیزونه او د افغانستان د خلکو د شتمنیو کنګلېدل دي. زموږ هڅه دا ده چې بندیزونه بې اغېزې شي او ورته مهال کاري زمینې رامنځته شي او سترې پروژې پيل شي.»                                                 

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال هم وايي:«په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان له خلکو سره د نړۍوالې تولنې او د امریکا متحده ایالاتو مرستې ډېرې مهمې ګڼل کېږي. اوسني حکومت ته هم لازمه ده چې خپل اقتصادي سیاستونه داسې چمتو کړي چې له دغو مرستو تر ډېره د عام المنفعه پروژو په رامنځته کولو کې ترې استفاده وکړي.»

 د بشري حقونو د څار بنسټ د راپور د موندنو پربنسټ، د بشري مرستو کمېدل به ډېری افغانان نور هم بې وزله او وږي کړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه