Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ریاست الوزرا د مشرتابه په توګه د مولوي عبدالکبیر ټاکل کېدل

د اسلامي امارت رهبر په یوه فرمان سره د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ملا محمد حسن اخند پر ځای د ریاست الوزرا د سرپرست په توګه ګومارل شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې ملا محمد حسن اخند د معالجې او استراحت لپاره د لنډې مودې لپاره کندهار ته تللی دی.

ښاغلي مجاهد لیکلي:«دا چې د ریاست الوزراء د مقام کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ نه‌شي، د رییس الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر صاحب د رياست الوزرا د کفیل په توګه کارونه پرمخ وړي. دا کار په حکومتولۍ کې یوه عادي چاره ده، څوک دې په دې اړه د تشویش اچونې او تبلیغاتو هڅه نه کوي.»

د ساسي چارو شنوونکی طارق فرهادي هم په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«کفیل هغه څوک کېدای شي چې له اصلي شخص څخه لارښونه اخلي او په کفالت یا وکالت یې چارې مخته وړای شي؛ معنا یې دا ده چې د سرپرست حکومت په پالیسۍ کې د ښځو او د ټول ګډونه حکومت په هکله کوم بدلون نشته.»

خو د ریاست الوزرا نوی سرپرست څوک دی او څه کارنامې لري؟

۵۱ کلن مولوي عبدالکبیر چې د پکتیکا ولایت اوسېدونکی دی او د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په ځدراڼ تنګي کلي کې نړۍ ته راغلی دی. هغه د اسلامي امارت په بېلابېلو پوستونو کې یې کار کړی دی.

مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت په لومړي دور کې د ننګرهار د والي او د ختیځ زون د تنظیمه چارو رییس و او همداراز له جمهوریت سره د اسلامي امارت د مرکچي پلاوي غړی هم پاتې شوی دی. 
 
۵۱ کلن مولوي عبدالکبیر چې د پکتیکا ولایت اوسېدونکی دی او د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په ځدراڼ تنګي کلي کې نړۍ ته راغلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه