Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه د سره صلیب نړیوال فدراسیون اندېښنه

د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال فدراسيون په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د بشري ناورين په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د دې بنسټونو په راپور کې راغلي، پرله‌پسې وچکالیو او په بېلابېلو برخو کې د بشري اړتیاوو ډېرښت په افغانستان کې اوسنی ناورین لاپسې پراخ کړی دی.

د دغه فدراسیون موندنې ښیي چې د اتیا میلیونو غوښتل شویو ډالرو څخه یې یوازې پنځوس سلنه تر لاسه شوي کړي دي او زیاتوي، د افغانستان دوه پر درېیمه برخه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

ورته مهال د اقتصادي چارو د ځینو شنونکو په باور، که د دغو ستونزو د حل لپاره بنسټیزې حل لارې و نه لټول شي؛ ښايي دغه وضعیت لاپسې بد شي.

د اقتصادي چارو کارپوه محبوب‌الله محمدي وايي: «په افغانستان کې د نړۍ مرستې په ځانګړې ډول په تېرو دوو کلونو کې هېڅ ګټورې نه‌وې، سمه ده چې څو ورځې به یې خلک مېلمانه وي، خو د اقتصادي دوران لپاره ګټورې نه تمامېږي.»

بل‌خوا، ملنګ چې د خپلې ۷ کسیزې کورنۍ مسوولیت پر غاړه لري وايي، په هېواد کې له سیاسي بدلونونو وروسته اقتصادي ستونزې یې ډېرې شوې دي.

د کابل اوسېدونکی ملنګ وايي: «اقتصاد صفر دی، اقتصاد خراب دی او تر اوسه پورې چا راسره یوه روپۍ مرسته هم نه‌ده کړې.»

د کابل یو بل اوسېدونکی په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «مرستې تر دې کچې نه‌دي چې خلک ترې خیر وویني، نیم یا یوه بوجۍ اوړه رارسېږي، هغه هم درې یا څول میاشتې هېڅ نه‌کېږي.»

یو بې‌وزله غلام حسین وايي: «زموږ نومونه یې لیکلي دي، خو تر اوسه له موږ سره مرستې نه‌دي شوي.»

ورته مهال اقتصاد وزارت وايي، د نړۍوالو د مرستو په پرې کېدو، د افغانستان د شتمنیو په کنګل پاتې کېدو او له پرلپسې وچکالیو سره د افغانستان اقتصادي ستونزې ډېرې شوې دي.

د دې وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي: «ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه دې زموږ د ګرانو هېوادوالو د ژوند کچې د لوړولو او بې‌وزلۍ د ختمولو لپاره مسوولان ګامونه واخلي، اقتصادي بندیزونه دې لري کړي او همداراز د کار موندنې لپاره دې له پرمختیايي پروژو ملاتړ وکړي.»

د سره صلیب نړۍوال فدراسیون او د سرې میاشتې ټولنه وايي، په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر ۲۸ اعشاریه ۳ میلیونه کسانو ته رسېدلی دی. د سرچینې په وینا، په‌دې کسانو کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه