Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قطر لومړی وزیر: د بحران د مخنیوي لپاره افغانستان سره د نړۍ همکاري مهمه ده

قطر د بحران د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د نړۍ همکاري مهمه ګڼي.

د قطر لومړي وزیر چې په دوحه کې یې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې سره په خبري غونډه کې خبرې کولې، په افغانستان کې یې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته پر درناوي او هغوي ته د زده‌کړو لپاره د زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ.

محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني وايي: «په افغانستان کې مو په سیاسي او امنیتي برخو کې پر وروستيو مهمو تحولاتو بحث وکړ او همداراز مو له کورني بحرانه د مخنیوي په موخه له افغان ولس سره د نړۍوالو د همکاریو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.»

نوموړی بشري حقونو ته درناوی او نجونو ته د زده کړو د زمینې برابرېدل هم مهم ګڼي.

د قطر لومړي وزیر زیاتوي: «د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو پر رعایتېدو او نجونو ته د زده‌کړو د زمینې پر برابرېدو او همداراز د ټولو افغانانو د ژوند پر ښه کېدو مو ټينګار وکړ.»

د سیاسي چارو کارپوه میثم کاظمي وايي: «د افغانستان اوسنی نظام هم کولای شي، د اسلام په چوکاټ کې پرمختګ او د خپلو بېلابېلو موخو ته د رسېدو لپاره له نړۍ سره ځان برابر کړي.»

له دې ټولو سره سره اسلامي امارت بیا له افغانستان سره د نړۍ د همکاریو په تړاو د دغه قطري چارواکي څرګندونې ستايي او زیاتوي، سرپرست حکومت هم هڅې کوي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو ستونزې حل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «اسلامي امارت خپل مکلفیتونه لري او موږ د بشري حقونو په اړه د اندېښنو د حل لپاره هڅه کوو او د هغو مسلو لپاره مناسبه حل لاره لټوو چې تر اوسه نه‌دي حل شوي.»

د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې په افغانستان کې د ناورین پر مخنیوي ټینګار کوي چې تر دې مخکې هېواد یې د طالبانو او لویدیځوالو تر منځ د منځګړي په توګه کار کړی، خو اوس ولیدل شي چې تر دې وروسته دغه هېواد د افغانستان د وضعیت د ښه‌والي لپاره نور څه کولی شي؟

د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې په افغانستان کې د ناورین پر مخنیوي ټینګار کوي چې تر دې مخکې هېواد یې د طالبانو او لویدیځوالو تر منځ د منځګړي په توګه کار کړی.

تصویر بندانگشتی

قطر د بحران د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د نړۍ همکاري مهمه ګڼي.

د قطر لومړي وزیر چې په دوحه کې یې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې سره په خبري غونډه کې خبرې کولې، په افغانستان کې یې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته پر درناوي او هغوي ته د زده‌کړو لپاره د زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ.

محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني وايي: «په افغانستان کې مو په سیاسي او امنیتي برخو کې پر وروستيو مهمو تحولاتو بحث وکړ او همداراز مو له کورني بحرانه د مخنیوي په موخه له افغان ولس سره د نړۍوالو د همکاریو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.»

نوموړی بشري حقونو ته درناوی او نجونو ته د زده کړو د زمینې برابرېدل هم مهم ګڼي.

د قطر لومړي وزیر زیاتوي: «د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو پر رعایتېدو او نجونو ته د زده‌کړو د زمینې پر برابرېدو او همداراز د ټولو افغانانو د ژوند پر ښه کېدو مو ټينګار وکړ.»

د سیاسي چارو کارپوه میثم کاظمي وايي: «د افغانستان اوسنی نظام هم کولای شي، د اسلام په چوکاټ کې پرمختګ او د خپلو بېلابېلو موخو ته د رسېدو لپاره له نړۍ سره ځان برابر کړي.»

له دې ټولو سره سره اسلامي امارت بیا له افغانستان سره د نړۍ د همکاریو په تړاو د دغه قطري چارواکي څرګندونې ستايي او زیاتوي، سرپرست حکومت هم هڅې کوي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو ستونزې حل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «اسلامي امارت خپل مکلفیتونه لري او موږ د بشري حقونو په اړه د اندېښنو د حل لپاره هڅه کوو او د هغو مسلو لپاره مناسبه حل لاره لټوو چې تر اوسه نه‌دي حل شوي.»

د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې په افغانستان کې د ناورین پر مخنیوي ټینګار کوي چې تر دې مخکې هېواد یې د طالبانو او لویدیځوالو تر منځ د منځګړي په توګه کار کړی، خو اوس ولیدل شي چې تر دې وروسته دغه هېواد د افغانستان د وضعیت د ښه‌والي لپاره نور څه کولی شي؟

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه