Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یونېسف: د افغانستان نږدې نوي سلنه خلک د بې‌وزلۍ په درشل کې دي

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا «یونېسف» وايي، د افغانستان نږدې ۹۰ سلنه خلک د بې‌وزلۍ په درشل کې دي.

په افغانستان کې د یونېسف استازي په یوې خبري غونډه کې زیاته کړې، په افغانستان کې فقر او تنګسیا پر ماشومانو نیغ په نیغه اغیز پرې‌باسي او له همدې امله ۱٫۶ مېلیونه ماشومانو خپلو کورنیو ته د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره درنو کارونو ته مخه کړې ده.

فران اکیزا زیاتوي: «نږدې ۱٫۶ مېلیونه افغان ماشومان درانه کارونه تر سره کوي. له شپږو کلونو کم‌عمره ماشومان خپلو کورنیو د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره کار کوي.»

بل‌خو، د اسلامي امارت ویاند په هېواد کې اقتصادي ستونزې د بندیزونو له امله ګڼي او وایي، په هېواد کې د بې‌وزلۍ د کمېدو لپاره په‌دې هڅه کې دې چې پراختیايي پروژې بېرته پیل شي.

ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي: «د هغو هېوادونو له‌خوا چې د بشري حقونو ادعا کوي او دا ډول راپورونه چمتو کوي، د فشارونو اچول په‌خپله په‌دې فقر او د خلکو په ستونزو کې نېغ په نېغه لاس دي.»

ورته مهال د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا «یونېسف» همداراز له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځيو د دروازو د تړل کېدو پر دوام نیوکې لري.

د دې ادارې د مسوولانو په وینا، له دریو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې بې‌برخلیکه دي او همداراز له اسلامي امارته غواړي چې پاتې نجونو زده‌کوونکو ته هم د زده‌کړو د دوام اجازه ورکړي.

ښاغلی اکیزا وايي: «د ماشومانو د زده‌کړې حق تر برید لاندې راغلی دی. څه باندې درې کاله کېږي چې په ټول افغانستانن کې نجونې د زده‌کړو له حقه محرومې دي. لومړی د کووېډ- ۱۹ له امله او وروسته د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له سپټمبر میاشتې وروسته ښوونځیو ته پرتګ د  بندیز له امله.»

بل‌خوا، د اسلامي امارت ویاند په هېواد کې د نجونو زده کړه مهمه بولي او له  مسوولو بنسټونو غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «هیله ده هغه بنسټونه چې په‌دې برخه کې کار کوي، ډېر ژر به دا ستونزه هواره کړي او د حل لاره به ورته ولټوي، دا په حقیقت کې یوه ستونزه ده او باید حل شي او زموږ ماشومان د زده‌کړو او ​​تعلیم په برخو کې پوهاوی تر لاسه کړي.»

اخوا، یو شمېر زده‌کوونکې له اسلامي امارته غواړي چې د ښوونځيو دروازې د دوی پر مخ پرانېزي، څو دوی هم لکه هلکان زده‌کړې وکړي.

د دولسمې ټولګي زده کوونکې بهاره رحیمي وايي: «له سرپرست حکومت او اسلامي امارته مو دا غوښتنه ده چې ژر تر ژره دې د ښځینه زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي، ځکه ښځې او نجونې د ټولنې نیمه برخه دي او کابو دوه کاله وشول چې موږ له زده‌کړو لرې پاتې شوې یوو.»

د ښځو د حقونو فعاله ثریا پیکان زیاتوي: «ښوونه او روزنه هغه اساسي حقونه دي چې د ټولنې هر وګړی، نارینه او ښځینه یې باید ولري.»

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت د نجونو د ښوونځیو په تړاو تل ویلي چې په‌دې تړاو پر یوې طرحې کار کوي، خو د دوو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه دغه طرحه بشپړه شوې نه‌ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه