Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د زده‌کړو او تحصیل د ستونزو پر لېرې کېدو د اسلامي امارت ټينګار

په اسلام اباد کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست د زده‌کړیالانو په یوې فراغت غونډه کې وايي، سرپرست حکومت د زده کړو په برخه کې د شته ستونزو حل لپاره پوره هوډ لري او دغه ستونزې به په نږدې راتلونکې کې حل شي.

د اسلامي امارت دغه ډیپلوماټ زیاتوي، د پاکستان حکومت له لوري افغان محصلینو ته د لوړو زده کړو فرصتونه برابرول د ښه ګاونډیتوب نښه ده.

په پاکستان کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست سردار احمد شکیب وايي:«په ډاډ سره ویلی شم چې په نږدې راتلوونکي کې به موږ د تعلیم او تحصیل په برخه کې، نه یوازې دا شته ستونزې به له منځه ولاړې شي؛ بلکې افغانستان به نور د تعلیم او تحصیل په ډګر کې په خپلو پښو د درېدو جوګه وي، ان‌شاالله.»

بل خوا یو شمېر زده کوونکې وايي، د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو تړل کېدو دوی له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ کړې دي او له اسلامي امارت غواړي، چې نجونو ته اجازه ورکړي، ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

زده کوونکې فاطمه رضايي وايي:«که چېرې غواړئ چې هېواد پرمختګ وکړي باید پرېږدي چې ورور او خور سره یوځای د هېواد په پرمختګ کې ونډه ولري.»

بله زده کوونکې مریم هاشمي هم وویل:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې ډېر ژر له حق او ناحقې پلمې پرته، باید د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.»

زده کوونکې صدیقه جعفري هم څرګندوي:«باید ډېر ژر ښوونځي او پوهنتونونه موږ ته پرانیزي، ترڅو هغه ارمانونه چې لرو باید ورته ورسېږو.»

پوهنتونونو ته د نجونو زده کړیالانو د تګ له منع کېدو څه باندې ۳۰۰ ورځې تېرې شوې او د نجونو لپاره د منځنیو او لېسو د ښوونځیو له بندیو څه د پاسه ۶۰۰ ورځې تېرې شوې، خو لا هم د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانیستلو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

این دیپلومات امارت اسلامی در مراسم فراغت دانش‌جویان افغانستان در پاکستان می‌افزاید که این مشکل در آینده نزدیک برطرف خواهد شد.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه