Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له وچکالۍ او د اوبو له کموالي د موسی کلا د اوسېدونکو شکایت

د کابل او تهران تر منځ د حقابې پر سر تر نانندریو وروسته، د هلمند موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکي او کروندګر وایي، د اوبو نشتون له امله یې سمسور باغونه وچ او کروندې یې د له منځه تللو په حال کې دي.

دوی وایي، د موسی کلا سیند چې پخوا به له اوبو ډک بهېده، وچ شوی او له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي. 

هلمند کې کروندګر عبدالله وايي:«به موسی کلا کې خو څک اوبه هم نشته، حتا برمې وچې شوې دي، دغه غنم تاسې یې وینې چې د تندې له امله وچ شوي دي.»
 
نه یوازې عبدالله، بلکې د موسی کلا ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي د اوبو نشتون اندېښمن کړي او په خبره یې، وچکالۍ یې د سیمې ښکلا ترې اخیستې او له اسلامي امارته غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وشي.

د هلمند بل کروندګر حاجې عبدالاحد وویل:«د بادام باغ وو ښه حاصل یې درلود، د اوبو د نشتوالي څخه دغه ونې په بشپړه توګه له منځه تللي دي»

د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکی پیر محمد هم وايي:«دا څو کاله کېږي چې دغې سیمې ته اوبه نه دي راغلي، وچکالي ده، کله شل منه تخم وپاشو، هېچا هم پرې شل منه غنم نه دي اخیستي.»

سیمه ییز مسوولین هم، د اوبو نشتون شتونزه او د کروندګرو اندېښنې پر ځای بولي او په خبره یې د خلکو ستونزې یې تر مرکزي حکومته رسولې دي.

د موسی کلا ولسوالۍ د اوبو رسونې مدیر مولوي ماهر څرګندوي:«د اوبو او انرژۍ له وزارت سره مو خبرې کړې دي، چې موږ اوس څه وکړو له دې امله زموږ خلک له تېښتې سره مخ دي، له دې سیمې او له دې ولسوالۍ څخه ډېر خلک د وچکالۍ له امله تللي دي.»

د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکي داسې مهال د اوبو له نشتون او وچکالۍ شکایت کوي، چې وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونو له امله، د هېواد ګڼ سیندونه وچ او د ځمکې لاندې اوبو کچه هم په بېساري ډول ټیټه شوې چې خلک د څښاک اوبه هم په خورا سختۍ پیدا کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه