سمیرا محمدي په کابل کې له یوه کمساري اقدام سره د ښځو لپاره د ځانګړي رسټورانټ له جوړولو سره، له زدهکړو محرومو څه باندې ۲۰ نجونو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
مېرمن محمدي وايي چې د اوسني وضعیت له درک سره یې د «افغان مېرمنو» په نوم د رسټورانټ د پرانیستو پرېکړه کړې ده.
هغې طلوعنیوز ته وویل:«کابو درې طبقې کارکوونکې لرو؛ داسې نجونې دي چې محصلې وې، داسې نجونې دي چې زدهکوونکې وې او داسې مېرمنې هم دي چې سرپرست نهلري. په خپله د کورنۍ سرپرستې دي.»
خالده چې په دغه رسټورنټ کې کار کوي، وایي، چې په یوه خصوصي پوهنتون کې د حقوقو د پوهنځي محصله وه.
خو د ښځینه محصلانو پر مخ د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته، له وزګارتیا تر پوزې ورسېده او اوس په دغه رسټورانټ کې کار کوي.
خالده په دې هکله وايي:«دویم کال مې وه دې ته په کتو چې پوهنتونونه وتړل شول. ما وغوښتل چې دلته راشم او کار وکړم، د کار زمینه راته برابره شوه. د دې سربېره چې له روحي ستونزو سره مخامخ یم، ومې غوښتل چې یوه بوختیا ولرم.»
بله زده کوونکې او د رسټورانټ کارکوونکې رخسار هم څرګندوي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ پرانیزي او ټولو ته د کار زمینه برابره شي چې له اقتصادي ستونزو بهر شو.»
بل خوا، د دغه رسټورانټ جوړېدو د ډېرو ښځو او نجونو پام ور اړولی دی. هغه ښځې چې د خوړو د خوړلو لپاره دغه رسټورانټ ته راځي، د دغه راسټورانټ له جوړېدو خوشحاله دي.
د کابل اوسېدونکې مېرمن قریشي وايي:«له هغې ورځې چې دندې ته نه ځم، دلته رسټورانټ ته راځم. دغه رسټورانټ چې ښځې یې ګومارلې دي، تر یوه بریده یې د ښځو اقتصادي ستونزې حل کړې دي.»
د کابل بله اوسېدونکې عمره د طلوعنیوز خبریال ته څرګندوي:«د ورځې دلته راځو. یو ډېر ښه ځای دی. خوندور خواړه لري.»
بل خوا، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، چې سوداګرو ښځو ته یې په بېلابېلو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي رییسه سلما یوسفزۍ وايي:«په ټول افغانستان کې د نندارتونونو جوړېدل دي او د دې په هڅه کې یوو چې له افغانستانه بهر هم موږ نندارتونونه ولرو. د هوايي دروازو رامنځته کول دي، موږ غواړو پر دې کار وکړو، البته کار مو هم کړی چې ښځې ډېر صادرات ولري.»
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د شمېرو له مخې، په دغې خونه کې تر ۸زرو زیاتې سوداګرې ښځې ثبت دي او ۱۲۰ زرو زیاتې ښځې په غیر مستقیمه توګه پر سوداګریزو چارو بوختې دي.
په دې اړه مو اندونه