Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چین سفیر: د افغانستان له ښوونیزو بنسټونو سره همکاري کوو

په کابل کې د چین سفیر په هېواد کې د زده‌کړو زمینې پر برابرېدو او له علمي بنسټونو سره پر همکارۍ ټينکار کوي.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په لیدنه کې، له هغه غوښتي چې هېوادوالو ته ډېر تحصیلي بورسیې برابرې کړي.

دواړو لورو په چین کې د افغان زده‌کړیالانو د ستونزو په هکله هم خبرې اترې کړې دي.

بل پلو ښاغلي ندیم د پاکستان له سفیر سره په لیدنه کې هم پر ښوونیزو مسایلو خبرې اترې کړې دي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاء الله هاشمي وايي:«د لیدو پر مهال د زده‌کړو پر ګډې همکارۍ، په پاکستان کې د افغان زده‌کړیالانو د ویزو، تحصیلي بورسیو، لیلیې، د تورخم او چمن له لارو د زده‌کړیالانو د تګ او راتګ کې د اسانتیا رامنځته کول، او د طب په برخه کې پر عملي او تخصصي زده‌کړو خبرې وشوې.»

له دې سره هم‌مهاله، ځينې زده‌کوونکې د خپلو ښوونځیو د تړلو پاتې کېدو په هکله اندېښمنې دي.

زده کوونکې نرګس وویل:«د ښوونځيو دروازې دې بېرته پرانیستل شي چې موږ خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړای شو. زه نه غواړم چې په کور کې کېنم، غواړم چې درس او تعلیم ته مې دوام ورکړم. دا له طالبانو زموږ غوښتنه ده چې د ښوونځيو دروازې زموږ پر مخ پرانیزئ.»
  
بله زده کوونکې سونا هم وايي:«ما دولسم ټولګی بشپړ کړی او غواړم چې د کانکور ازموینه ورکړم. خو نه شم کولای او دا حق موږ ته نه راکوي چې د کانکور درس تعقیب کړو، د کانکور ازموینه ورکړو او په پوهنتون کې زده‌کړې وکړو. هغه شي ته چې موږ لېوالتیا لرو هغه درس دی، نه پرېږدي چې موږ هغه ووایوو.» 

د پوهنتون استاد  سید جواد سجادي هم څرګندوي:«د ښوونې او روزنې په برخه کې د لېرې او نږدې هېوادونو دغه مرستې د دې سربېرته چې ګټورې او مطلوبې دي؛ خو د ستونزو په بنسټيز حل کې عاجزې دي.»

بل خوا، د پښتون ژغورنې غورځنګ په یوې غونډه کې چې په لندن کې یې د افغان ښځو د زده‌کړو، تحصیل او کار په ملاتړ جوړه کړې ده، په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کوي.

تمه کېږي، چې د دغه غورځنګ مشر به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې په افغانستان کې د ښځو د زده‌کړو د حق په تړاو وینا وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه