Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له درې کلن ځنډ وروسته د کابل - اورومچي تر منځ د مخامخ الوتنو بیا پېل

له درې کلن ځنډ وروسته نن چهارشنبې (د غبرګولي په درېیمه) د کابل - اورومچي تر منځ مخامخ الوتنې بېرته پيل شوې.

 د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې د افغانستان او چین ترمنځ د الوتنې، د کورونا ویروس د خپرېدو له امله درول شوې وې؛ خو اوس به د کابل او اورومچي ترمنځ په اوونۍ کې یوځل مسافر وړونکې او کارګو الوتنې کېږي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت عملیاتي مرستیال غلام جیلاني وفا په دې هکله وايي:«د هېواد د اقتصاد پر ودې، د دواړو هېوادونو پر اقتصادي او سیاسي اړیکو، د اسلامي امارت، چین او خلکو ترمنځ ډېر مهم اقتصادي ارزښت لري.»

له دې سره سم، په کابل کې د چین سفارت ډاډ ورکوي چې، له افغانستان سره په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې همکاري کوي او په وینا یې د افغان سوداګرو لپاره به په چین کې لازمې اسانتیاوې هم برابرې شي.

کابل کې د چین سفیر مرستیال خوو څرګندوي:«دم‌ګړۍ په چین کې افغان سوداګرو لپاره ښې زمینې او همداراز په افغانستان کې د چینايي سوداګرو او پانګوالو لپاره ښې اسانتیاوې برابرې شوې دي. د دواړو هېوادونو دولتونه ژمن دي چې په خپلو منځو کې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.»

له بل لوري د کابل د هوايي ډګر رییس وايي، تر دې مخکې د الوتکو ډي چک په ترکیه او نورو هېوادونو کې تر اتو میاشتو له ۱۵ تر ۱۷ لکو ډالرو ترسره کېده؛ خو اوس دغه چک په کور دننه په یوه میاشت کې پر دوه لکه ډالرو کېږي.

د کابل هوايي ډګر عمومي رییس عبدالهادي محمد وايي:«کوم ډي چک چې د اریانا دوی دلته په خپله په خپل وطن کې کوي، او په کمو پیسو یې کوي او کم وخت کې یې کوي. مخکې به دغه چک په ترکیه کې، په نورو ممالکو کې به کېده، ډي چک به هلته تقریباً اوه میاشتې، اته میاشتې او پنځه میاشتې به الوتکه هلته ولاړه وه.»

له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونه له چین هېواده غواړي چې د کانونو د راوېستنې په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند په دې هکله وویل:«موږ له خپل ملګري هېواد چین سره دوامداره همکار یوو، موږ غواړو چې په کانونو کې ښه پانګونه ولرو، موږ غواړو چې کانونه په افغانستان کې پروسس کړو راشئ او په پروسس کې له موږ سره یوځای پانګونه وکړئ.»

د کابل د هوايي ډګر د رییس د معلوماتو له مخې، په یوه میاشت کې د کابل له هوايي ډګره د پنځه زره بهرنیانو په ګډون ۹۰ زره کسان له افغانستانه بهر سفر کړی او همداراز د کارګو ۲۰۰ الوتنې هم ترسره شوې دي.

له دې سره سم، په کابل کې د چین سفارت ډاډ ورکوي چې، له افغانستان سره په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې همکاري کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه