د روزګان پوهنتون رییس رحمت الله رحماني وایي، د دې ولایت پوهنتون یوولس کاله وړاندې جوړ شوی، خو تر اوسه ودانۍ نهلري.
د هغه په خبره، د ودانۍ نهشتون له امله، زدهکړیالان د تخینکي او مسلکي اړوند ودانیو کې پر زدهکړو بوخت دي.
یاد پوهنتون دا مهال په پنځو پوهنځیو کې دوه زره زدهکړیالان لري.
د ارزګان پوهنتون رییس رحمت الله رحماني وايي: «د پوهنتون لپاره ځانګړې ودانۍ نهلرو. دغه پوهنتون خپل فعالیتونه د پوهنې وزارت او تخنیکي او مسلکي اړوند ودانیو پر مخ وړي.»
یو شمېر زدهکړیالان هم وایي، د پوهنتون د ودانۍ او لیلیې نهشتون له امله یې د زدهکړو بهیر ټکنی شوی او غوښتنه کوي چې ستونزو ته یې رسېدنه وشي.
زدهکړیال عبدالباري وايي: «موږ مالي توانايي نهلرو چې خونه په کرایه کړو او د ډوډۍ لګښت ورکړو. ودانۍ او د کتابونو لګښت بله ستونزه ده.»
زده کړیال جاوید احمد زیاتوي: «د لارې لګښت هم ډېر دی، که لیلیه راکړل شي، د ډېرو زدهکړیالانو لګښت کمېږي. اوس ډېر په اندېښنه کې یوو.»
اخوا د ارزګان والی د زدهکړیالانو دغه ستونزې مني او د حل په موخه یي ډاډ څرګندوي.
د روزګان والي محمد عالي جان احمد وايي: «د ټولو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره به مرکز ته سفر وکړو او د پوهنتون ستونزې به له لوړو زدهکړو وزیر، رییسالورزا او امیر المومنین سره شریکې کړو.»
د ویلو ده چې شپږ کاله مخکې د پخواني جمهوري نظام پر مهال ترینکوټ ښار کې د ارزګان پوهنتون لپاره د ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې وې چې وروسته د سیمې د خلکو او حکومت تر منځ د ځمکې پر سر د نانندریو له امله د دې ودانۍ چارې په ټپه ودرېدې.
په دې اړه مو اندونه