Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ریاست‌الوزرا سرپرست: هغوی ته چې ملت یې نه غواړي په حکومت کې ځان نه‌شته

د ریاست‌الوزرا سرپرست اوسنی حکومت ټول‌ګډونه ګڼي، خو ورته مهال وایي، د پخواني حکومت هغو څېرو ته په حکومت کې ځای نه‌شته چې ولس او نړۍوالو ته منلو او زغملو وړ نه‌وي.

مولوي عبدالکبیر د پنج‌شنبې په ورځ د اسلامي امارت د چارواکو او د یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو، د پوهنتون د استادانو او ډاکټرانو تر منځ په سپیدار ماڼۍ کې د یوې غونډې پر مهال زیاته کړه، د افغانستان او نړۍ تر منځ ښې اړیکې یوه اړتیا ده او زیاتوي چې سرپرست حکومت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د اړیکو د لرلو غوښتونکی دی.

ښاغلی عبدالکبیر وايي: «له دنیا سره مثبت تعامل روان دی، اسلامي امارت له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو او نړۍ سره د شریعت په رڼا کې ښه تعامل غواړي، موږ متقابل احترام ته قایل یوو، که دنیا موږ ته ستونزې نه جوړوي، موږ یې ورته نه جوړوو.»

نوموړی چې په‌دې وروستیو کې د ریاست‌الوزرا سرپرستي هم پر غاړه لري، اوسنی حکومت ټول‌ګډونه ګڼي.

د ریاست الوزرا سرپرست مولوي عبدالکبیر وايي: «هغوی چې دې راشي زموږ په حکومت کې دې شریک شي، هغوی خو نه زموږ ملت ته قابل د قبول دي او نه موږ ته قابل د قبول دي او نه صحیح دنیاوال هغوی زغملی شي، په‌دې خلکو باندې حکومت ټول‌ګډنه نه کېږي، په‌دې سره خو حکومت د فساد خوا ته ځي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست بیا پر دې باور دی چې د افغانستان د تېر نظام اړیکې د پاکستان، ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو په ګډون له یو شمېر هېوادونو سره ترینګلې وې، خو په وینا یې سرپرست حکومت بیا له یوه کال راهیسې له دغو ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې جوړې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي: «عام ذهیت دا دی چې افغانستان په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی، زه اوس دا خپل نه رسمیت د تېر رژيم په رسمیت نه ورکوم، تېر رژیم له پاکستان، ایران او مرکزي اسیا هېوادونو سره په جنجال کې وه، په میاشتو-میاشتو به لارې بندې وې، بیې کله اسمان ته لوړېدې کله به ځمکې راته راټیتېدې، نن الحمدلله په تېر کال کې له ټولو شپږو ګاونډیو هېوادونو سره زموږ اړیکې مثبتې وې.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وايي: «موږ ورته په‌دې سترګه نه ګورو چې دوی دې موږ په رسمیت وپېژني یا له دوی سره زموږ ستونزه راشي، موږ ورته په‌دې حیثیت ورګورو چې دا زموږ خپل ولس دی، هر هغه څوک چې تعلیم کوي، څوک چې تعلیم غواړي، باید هغوی ته سالمه زمینه برابره کړو او په اسلامي چوکاټ کې تعلیم وکړي.»

د اسلامي امارت لوړ پوړی غړی انس حقاني هم په‌دې اړه وویل: «موږ له دې وروسته باید، وطن له دې افکارو نه وژغورو چې پردی دلته یو ځل بیا لاس او پښه پیدا کړي، موږ باید پر دې کوښښ وکړو چې نور خپل نوي نسل ته تند افکار ور نه‌کړو.»

د دې غونډې یو شمېر ګډونوالو بیا له اسلامي امارته وغوښتل چې ژر تر ژره له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي او ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

د غونډې ګډونوال عبدالشکور دادرس وايي: «تعلیم د ټولنې اساس دی، په ډېرو ځایونو کې راغلي دي چې تاسو پر تعلیم باندې زور واچوئ.»

د غونډې یو بل ګډونوال محمد فیاض ساپی وايي: «د عامې روغتیا په وزارت کې لږ ناسازګاري ګانې شته، دا ناسازګاري داسې وې چې منفکۍ شروع شوې او د دې سېسټم د تخریب لپاره یو قانون چې امیرالمومنین ملا محمد عمر جوړ کړی، په‌دې باندې ملنډې پیل شوې او د دې قانون ته په سپکاوي، له ازموینې پرته کوچني کسان چې علمي کچه یې دومره لوړه نه‌وي، راوړل شول او استادانو ته لارې جوړې شوې منفک شول.»

د اسلامي امارت د ځینو چارواکو په ګډون د دې غونډې یو شمېر ګډونوالو په ټيڼګار سره وویل چې سالمې نیوکې باید وزغمل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه