Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا غونډه؛ د ښځو له حقونو ملاتړ او د مرستو ژمنې

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې او منځنۍ اسیا ځانګړو استازو په عشق اباد کې د «اروپایي ټولنې او منځنۍ اسیا» په غونډه کې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي بدلونونو په تړاو خبرې وکړې. 

د دې غونډې په اعلامیه کې ګډونوالو د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو، پر باثباته او سوکاله افغانستان او د ټولو افغانانو د مدني، اقتصادي او ټولینزو حقونو پر ملاتړ ټیګار کړی دی.

د اروپایي ټولنې او منځنۍ آسیا ځانګړي استازي په افغانستان کې پر ښځو بندیزونه د بشري حقونو له سرغړونې اخوا ګڼي او وایي، چې دغه تګلارې به له افغانانو سره د نړۍوالې ټولنې د مرستو پر وړتیاوو ناوړه اغېز وکړي.

د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا د ځانګړو استازو د غونډې په اعلامیه کې راغلي:«استازو ویلي دي، چې پر افغان ښځو او نجونو ټول لګول شوي بندیزونه باید لېرې شي، څو د افغانستان اقتصاد وغوړېږي او بالاخره افغانستان د سولې او ټيکاو اوږدمهالو موخو ته ورسېږي.»

زده‌کړیاله نازیلا حسن‌زاده په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«له اسلامي امارته زموږ مېرمنو غوښتنه دا ده، چې د اسلام سپېڅلي دین د لارښوونو په مطابق عمل وکړي او ژر تر ژره پر ښځو بندیزونه له هغې جملې کاري او تحصیلي بندیز لغوه کړي.»

د دې اعلامیې په یوه برخه کې کې له کابله غوښتل شوي دي، چې د ترهګرو پر پناه ځای د افغانستان د بدلېدو مخه ونیسي. 

خو د اسلامي امارت ویاند وایي چې د افغانستان خاوره هېڅ هېواد ته ګواښ نه ده او سرپرست حکومت له افغانستان سره د سیمې د هېوادونو تعامل او همکاري غواړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله وايي:«د دې غوښتونکي یوو چې له اسلامي امارت سره تعامل او له افغانانو سره همکاري زیاته شي او عملي اړخ هم ولري. د افغانستان اسلامي امارت هم ټولو نیمکړتیاوو ته چې دلته ذکر شوې دي، رسېدنه به وکړي او هڅه کوي چې د افغانانو او د افغانستان د ګټو پر بنسټ مثبت ګامونه اوچت کړل شي.»

د دې غونډې په څنډه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د یوناما دفتر له مشرې سره په کتنه کې ویلي دي، چې د بیخ بنايي پروژو له لارې به د افغانستان د اقتصاد له ښه کېدو سره مرسته وکړي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په خپرپاڼه کې راغلي:«ترکمنستان په منظم ډول افغانستان ته بشري مرستې لېږي، ټولنیزې اسانتیاوې رامنځته کېږي او خلکو ته روغتیایي مرستې وړاندې کېږي.
دواړو لورو د پراخو نړۍوالو همکاریو او د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د ګډو پروژو د پلي کېدو او په نړۍوالو اقتصادي اړیکو کې د افغانستان د شاملولو په تړاو خپله لېوالتیا څرګنده کړه.» 

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د مۍ میاشتې په لومړیو کې د قطر په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب د افغانستان لپاره د نړۍ د شلو هېوادونو د ځانګړو استازو او د اسلامي همکاریو د سازمان د استازو په ګډون یوه غونډه جوړه شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه