Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا له خوا د سوداګریزو اتشو معرفي کېدل؛ اوومه یې عشق اباد کې وګومارل شوه

اسلامي امارت تراوسه په بېلابېلو هېوادونو کې اووه سوداګریزې اتشې معرفي کړې دي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي چې دغه اتشې په پاکستان، ایران، او په تازګۍ سره په ترکمنستان کې له دغو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو د ښه‌والي په موخه معرفي شوي دي.

محمد هارون سیدي اوس اوس په ترکمنستان کې د تجارتي اتشې په توګه معرفي شوی او د سوداګرۍ او صنعت وزارت په وینا تمه کېږي، چې ډېر ژر په استانبول کې هم سوداګریزه اتشه معرفي شي.
                      
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخند زاده عبدالسلام جواد وویل:«موږ وتوانېدو چې په بېلابېلو هېوادونو کې اووه سوداګریزې اتشې ولرو. په پاکستان کې؛ یوه سوداګریزه اتشه په کویټه، یوه په پېښور، یوه په کراچۍ او یوه هم په اسلام باد کې ده او د ایران په اسلامي جمهوریت کې هم یوه اتشه په تهران کې لرو. یوه سوداګریزه اتشه هم د ترکمنستان په عشق اباد کې ده.»

بلخوا، اقتصاد وزارت د اسلامي امارت په استازولیو کې د  تجارتي اتشو معرفي کېدل د بهرنیو پانګو په جلب او د اقتصاد په وده کې مهم بولي.
                            
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي:«زموږ په سیاسي استازولیو کې سوداګریزې اتشې، په افغانستان کې د پانګونې د جلب په معرفۍ کې او د بهرنۍ پانګې په جذب او جلب کې مهم او بنسټیز رول لوبوي.»

بل خوا، د اقتصادي چارو ځیني شنونکي د سیمه‌ییزو همکاریو په برخه کې د سوداګریزو اتشو حضور مهم بولي او وایي، چې پیاوړې او متخصصې تجارتي اتشې کولای شي د بهرنیو پانګونو په جلب او د کورنیو محصولاتو په معرفي کېدو کې مهم رول ولري.
                                        
د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود څرګندوي:«که چېرې سوداګریزې اتشې په سمه توګه وګوماري، د خپل تخصص پر بنسټ راشي او په دې برخه کې تجربه ولري او ترڅنګ یې په حقیقت کې سیاسي استازولۍ هم ورسره همکاري وکړي، زه فکر کوم د سوداګریز سکټور لپاره یو ښه اقدام او د هغو هېوادونو د سوداګریز سکټور د پياوتیا لپاره چې دغه اتشې ځي، دی.»
                                           
که څه هم د اسلامي امارت له ځينو هېوادونو لکه، چین، ازبیکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، عربي متحده اماراتو، ترکیې او روسیې سره ډيپلوماټيکې اړیکې لري، خو تر اوسه یو شمېر دغو هېوادونو ته سوداګریزې اتشې معرفي شوي نه دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه