Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سردار احمد شکېب: د پاکستان نوی استازی د افغانستان په چارو کې ښه تجربه لري

په اسلامي اباد کې د اسلامي امارت سفارت چارسمبالي سردار احمد شکېب د دغه هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان له نوي استازي سره لیدلي او پر بېلابېلو مسایلو يې خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت دغه ډپيلوماټ زیاته کړې چې آصف علي خان درانی د افغانستان په چارو کې بشپړه تجربه لري او د هغه په ګومارلو سره به د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ښې شي.

ښاغلی شکېب وايي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او د ویزو د ستونزو پر هوارۍ ټینګار شوی دی.
 
سردار احمد شکیب په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«دواړو خواوو په دې باندې ټینګار وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې چې څومره ښې دي دا نورې هم مضبوطې شي. او کومې ستونزې چې دي، د هغه د حل کولو په لاره کې ‌ډېرې هڅې وکړو. زه فکر کوم چې آصف درانی صاحب د افغانستان په چارو کې ښه تجربه لري.»

بل خوا یو شمېر پخواني ډیپلوماټان او د سیاسي چارو شنوونکي په دې باور دي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ښو اړیکو لپاره اړتیا ده، پاکستان د افغانستان په اړه خپل سیاسیت بدل کړي او له دوه مخي سیاسته لاس واخلي.

پخوانی ډیپلومات نورالله راغي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«د افغانستان او پاکستان د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره اړتیا ده چې پاکستان، په افغانستان کې، خپل ویجاړونکي، کمزوري کوونکي، د نفاق، تابیع کولو سیاست بدل کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر آغا هم څرګندوي:«که‌چېرې د افغانستان په هکله باندې مثبت نظر او مثبت فکر ولري. کېدلی شي چې د افغانستان لپاره به خدمت وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې به ښې کړي.»

تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د دغه هېواد لومړي وزیر اصف علي خان درانی د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه معرفي کړ.
ښاغلی درانی تر دې مخکې په ایران او متحده عربي اماراتو کې د پاکستان د سفیر او په افغانستان کې د پاکستان د سفارت د مرستیال په توګه کار کړی دی.

یو شمېر پخواني ډیپلوماټان او د سیاسي چارو شنوونکي په دې باور دي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ښو اړیکو لپاره اړتیا ده، پاکستان د افغانستان په اړه خپل سیاسیت بدل کړي او له دوه مخي سیاسته لاس واخلي.

تصویر بندانگشتی

په اسلامي اباد کې د اسلامي امارت سفارت چارسمبالي سردار احمد شکېب د دغه هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان له نوي استازي سره لیدلي او پر بېلابېلو مسایلو يې خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت دغه ډپيلوماټ زیاته کړې چې آصف علي خان درانی د افغانستان په چارو کې بشپړه تجربه لري او د هغه په ګومارلو سره به د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ښې شي.

ښاغلی شکېب وايي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او د ویزو د ستونزو پر هوارۍ ټینګار شوی دی.
 
سردار احمد شکیب په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«دواړو خواوو په دې باندې ټینګار وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې چې څومره ښې دي دا نورې هم مضبوطې شي. او کومې ستونزې چې دي، د هغه د حل کولو په لاره کې ‌ډېرې هڅې وکړو. زه فکر کوم چې آصف درانی صاحب د افغانستان په چارو کې ښه تجربه لري.»

بل خوا یو شمېر پخواني ډیپلوماټان او د سیاسي چارو شنوونکي په دې باور دي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ښو اړیکو لپاره اړتیا ده، پاکستان د افغانستان په اړه خپل سیاسیت بدل کړي او له دوه مخي سیاسته لاس واخلي.

پخوانی ډیپلومات نورالله راغي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«د افغانستان او پاکستان د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره اړتیا ده چې پاکستان، په افغانستان کې، خپل ویجاړونکي، کمزوري کوونکي، د نفاق، تابیع کولو سیاست بدل کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر آغا هم څرګندوي:«که‌چېرې د افغانستان په هکله باندې مثبت نظر او مثبت فکر ولري. کېدلی شي چې د افغانستان لپاره به خدمت وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې به ښې کړي.»

تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د دغه هېواد لومړي وزیر اصف علي خان درانی د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه معرفي کړ.
ښاغلی درانی تر دې مخکې په ایران او متحده عربي اماراتو کې د پاکستان د سفیر او په افغانستان کې د پاکستان د سفارت د مرستیال په توګه کار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه