Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حقاني: نړۍواله ټولنه دې د کډوالو په راستنېدو کې له موږ سره مرسته وکړي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني وایي، چې نړۍواله ټولنه افغانستان ته د هېوادوالو د راستنېدو په برخه کې مسوولیت لري او په دې تړاو باید عملي ګامونه واخیستل شي.

ښاغلی حقاني په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو شل کلن حضور او وروستۍ جګړې د افغانانو د ګډوالۍ دلیل ګڼي.

د سرپرست حکومت د کابیني دغه چارواکی له نړۍوالې ټولنې غواړي چې کډوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني وايي:«هغه هېوادونه دې اقدام وکړي او دا د هغوی مسوولیت دی چې زموږ له کډوالو سره مرسته وکړي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، اوسمهال اته مېلیونه افغانان په نورو هېوادونو کې اوسي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وارت سرپرست څرګندوي:«زموږ شپږ تر اته مېلیونه کډوال په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي هغوی ټول هیله من دي چې هېواد ته ستانه شي او د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي؛ خو له بده مرغه بهرنیان اجازه نه ورکوي.»

بل پلو، یوه خیریه بنسټ په کابل کې پر څلور سوه کورنیو خوراکي توکي ووېشل.

د یوه مرستندوی بنسټ مسوول فریدالدین نوري وویل:«زموږ موخه او تمرکز له هغو کورنیو او کسانو سره بشرپاله مرستو ته دی چې دننه په هېواد کې بې‌خایه شي دي.»

یو شمېر کورنۍ چې له دغو مرستو برخمنې شوې دي، له هېوادوالو سره د بشري مرستو د زیاتېدو غوښتنه کوي.

بې وزله بي بي ګل وايي:«زما د کور سرپرستي زما کوچنی زوی په غاړه لري چې تکلیف هم لري د ورځې په لړ کې دومره پیسې پیدا کوي چې وچه ډوډوۍ کور ته راوړي.»

بله اړمنه سعدیه هم څرګندوي:«دغه مرستې باید په هره میاشت کې دوام پيدا کړي، په ځلونو ووېشل شي او اړمنو کورنیو ته پاملرنه وشي.»

تر دې وړاندې د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکو ویلي دي، چې د فقر او بې وزلۍ له امله مجبور دي چې هېواد پرېږدي او د قاچاقي لارو خطر پر غاړه واخلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه