Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لوږې نړۍواله ورځ؛ بې‌وزلو ته د رسېدنې لپاره غوښتنې

د مۍ اته وشتمه په نړۍ کې د لوږې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

له دغې ورځې سره هم‌مهاله د کابل ځینې اوسېدونکي، له اسلامي امارته غواړي چې په هېواد کې د لوږې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

اویا کلن عبدالشاکر خپلې کورنۍ ته د یوې نمړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره د سړک پرغاړه توکي پلوري.

دی وایي، چې کله ناکله یې کورنۍ وږې ویده کېږي او په یوازې سر د خپلې کورنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای.
                                        
عبدالشاکر په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«اته کسه یوو؛ درې لورګانې په خپله، مېرمن مې، او درې زامن مې چې ډېر واړه دي. په کرايي کور کې ژوند کوو، هره میاشت درې نیم زره د کور کرایه ورکوم.»

د کابل بل اوسېدونکی نجیب الله هم زیاتوي:«د سړک په غاړه توکي پلورم کار نشته، زموږ کارو بار هم ډېر خراب دی.»

بل خوا، د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې په هېواد کې د بې وزلۍ کچه لوړه شوې ده. 
                                
د کابل اوسېدونکی نجیب الله وايي:«افغانان بې‌کاره دي. هغوی د خپل یوه وخت ډوډۍ هم په ډېرو ستونزو سره پیدا کوي. حکومت په دې مکلف دی چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»

د اقتصاد وزارت مسلکي معین وایي، چې په هېود کې د فقر او بې وزلۍ د کمېدو لپاره د اسلامي امارت پلان په پراختیایي پروژو باندې پانګونه او د کورنیو محصولاتو ملاتړ دی.
             
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي:«لومړی د سترو اقتصادي پروژو په لاره اچول، دویم د کاري زمینې د پيدا کولو لپاره له کوچنیو او منځنیو پانګونو ملاتړ او همدارنګه ځانګړو اقتصادي زونونو ته پاملرنه او د افغانستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ ژوندي کول.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني هم څرګندوي:«اسلامي امارت د دغې مسلې لپاره خپلواک کمېسیون جوړ کړی او د افغانستان په هر ولایت، ولسوالۍ او کلي کې او دننه په کابل کې زموږ سروې روانه ده.»

بل خوا، د اقتصادي چارو ځيني شنونکي پانګونې او د کاري فرصتونو رامنځته کېدل په هېواد کې د لوږې د کمېدو لپاره مهم بولي.
                               
د اقتصادي چارو شنونکي عبدالنصیر رښتیا په دې هکله وویل:«د امنیتي ستونزو، سیاسي شخړو او سیاسي بې ثباتیو له امله ټولې بیخ بناوې له منځه ولاړې او په هېواد کې پانګونه ونه شوه او هغه څه چې زموږ د ځمکې لاندې سرچینې وې استخراج نه شوې او په لاس کې له شته امکاناتو استفاده ونه شوه. له همدې امله د افغانستان نیم نفوس له لوږې سره لاس او ګرېوان دی.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د تر ټولو تازه شمېرو له مخې اوس‌مهال په افغنستان کې ۲۸٫۳ مېلیون تنه بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له دې منځه شپږ مېلیون تنه قحطۍ ته له نږدې وضعیت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د تر ټولو تازه شمېرو له مخې اوس‌مهال په افغنستان کې ۲۸٫۳ مېلیون تنه بشري مرستو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه