Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ښاروالي: سږ کال په پلازمېنه کې ۱۵۰ پروژې پلي کېږي

د کابل ښاروالي مسوولان وايي، روان لمریز کال به د پنځه مېلیارډه او دوه سوه څلوېښت مېلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵۰ پروژې چې ۸۵ یې د سړکونو د رغولو په برخه کې دي، ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کابل ښاروالي زیاتوي، په دغو پروژو کې د خیرخانې د کوتل، رحمان مینې او کوټه سنګي واټونه شامل دي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي: «کابل ښاروالۍ په ۱۴۰۲ کال کې د ۵ مېلیارډه او ۲۴۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵۰ پروژې اعلان کړې چې انه‌شاالله پلي به شي. په‌دې ۸۵ د سړک جوړونې ۸۵ پروژې دي.»

اوس د قلعه‌زمان خان تر عمومي سړکه د امنیت د پروژې د عمومي سړک د جوړېدو چارې چې څه مودې وړاندې پېل شوې وې، پای‌ته رسېدلي دی او ځایي اوسېدونکي د دغه سړک پر جوړېدو خوښ دي.

د کابل اوسېدونکی نجیب‌الله وايي: «د دې سرک ستونزې ډېرې وي، دلته ډېر خلک ژوند کوي، اوس چې سرک جوړ شوی، ستونزې حل شوې دي.»

ریکشا چلوونکی عبدالکریم زیاتوي: «دغه سرک چې جوړ شو، موږ ته ډېر ښه شو، اوس موټر ډېر تګ-راتګ کوي.»

بل‌خوا، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي له کابل ښاروالۍ غواړي چې په کابل ښار کې بېخ‌بنایي پروژې په یو ډول عملي کړي.

د کابل اوسېدونکی اجمل پادشاه وايي: «کلونه-کلونه وشول چې د دې سیمې خلک له ستونزو سره مخ دي، د دې ځای خلک دومره په تنګ راغلي چې دا کلی پرېږدي.»

د کابل اوسېدونکی ملک شمروز توتاخېل زیاتوي: «شپاړلس کاله وشول چې د دې کلي سپین‌ږیري او مشران د دې سرک لپاره منډې وهي، خو چا ورته سمه پاملرنه نه‌ده چې پر دې سرک کار پیل شي.»

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، پروسږکال ۱۸۰ پروژې چې د سړک جوړولو، کانال جوړولو، د څلورلارو د رغولو، تنظیف او سمسورتیا پروژې په‌کې شاملي دي، عملي شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه