Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ارزګان کې د اسټرالیايي ځواکونو د برید قرباینانو کورنۍ غرامت غواړي

د ارزګان د مرکز ټرینګوټ ښار ځينې اوسېدونکي چې د کورنۍ غړي یې د اسټرالیايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوي، د غرامت غوښتونکي دي.

د دوی په وینا په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې د اسټرالیایي ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې د ککرګ سیمې ۶۲ اوسېدونکي ووژل شول او ۵۸ نور ټپیان شول.

د وژل شویو په منځ کې ۲۲ سړي، ۱۶ ښځې او ۲۲ ماشومان شامل دي او ۲۰ سړي، ۱۸ ښځې او ۲۱ ماشومان په دغو عملیاتو کې ټپيان شوي.

اوس د قربانیانو د کورنۍ غړي له نړۍوالو محاکمو د عدالت او غرامت غوښتنه کوي.

ارزګان کې د قربانیانو د یوې کورنۍ غړی نور محمد وايي:«همدا غوښتنه لرو چې هغوی محاکمه شي. ځکه پر موږ ظلم شوی. دلته نه داعشیان وو او نه هم طالبان. هېڅ بهرنی نه وو. د برید پر مهال هرڅوک به چې تښتېده پر هغه به یې ډزې کولې.»

د قربانیانو د کورنۍ یو بل غړی ولي محمد هم څرګندوي:«الوتکه کېناسته. هر څوک چې تښتېده هغه به یې ویشته. هېڅ هم معلوم نه و. سهار چې شوو ومو لیدل چې ډېر شهیدان شوي وو. داسې هدیره نه وه چې هلته د جنازې مراسم نه وو.»

۳۸ کلن محمد الله چې په هغه شپنیو عملیاتو کې یې د کورنۍ ۱۴ غړي وژل شوي او ۶ نور ټپیان وو، د هغې شپې ترخې خاطرې داسې بیانوي:«یوازې زموږ د کورنۍ ۲۰ تنه شهیدان او ټپيان شول.»

په ارزګان کې د قرباني شویو د کورنۍ غړی ولي محمد څرګندوي:«کله چې امریکایان او اسټرالیایان بهر شول، «بي۵۲» الوتکې بمبار پېل کړ.»

بلخوا د ارزګان والي وایي، چې په تېره ۲۰ کلنه جګړه کې دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو له لوري په سلګونو بې ګناه او ملکي وګړي وژل شوي دي.

نوموړی د دغه ډول بریدونو د مجرمینو محاکمه او د قربانیانو کورنیو ته د عدالت او غرامت غوښتنه کوي.

د ارزګان والي محمد علي جان احمد وویل:«زموږ خلک د دغو کسانو محاکمه غواړي. که‌چېرې بهرنیان ځان د بشري حقونو حقیقي مدافعین ګڼي، نو دا د افغانانو غوښتنه ده. افغانان بشر دي او مظلوم ول.»

ارزګان کې د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې د قربانیانو کورنۍ داسې مهال د عدالت او غرامت غوښتنه کوي، چې څه موده وړاندې د هالنډ هېواد یوې محکمې پرېکړه وکړه چې په ۲۰۰۷ کال د ارزګان په چوره ولسوالۍ کې د هالنډي ځواکونو په بریدونو کې د قربانیانو کورنیو ته غرامته ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه