Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وروستۍ سرحدي نښتې ته د ایران سپاه پاسداران د هوايي ځواک قومندان غبرګون

د ایران د سپاه پاسدارانو هوايي ځواک قومندان د تهران د علم او صنعت په پوهنتون کې د اسلامي امارت او ایران د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د وروستۍ سرحدې نښتې په اړه وايي، د دې مسلې تر شا د ایران دښمنان دي او غواړي چې سرحدي نانندرۍ افغانستان سره په جګړې بدل کړي.

دغه قومندان د اسلامي امارت له پوله ساتو ځواکونو سره نښته بې ارزښته بولي.

د ایران د سپاه پاسدارانو د هوايي ځواک قومندان امیر علي حاجي زاده وايي:«د دغې پېښې تر شا زموږ ډېر دښمنان دي چې غواړي دا په یوې سترې موضوع بدله کړي. په یوې جګړې او نښتې یې بدله کړي چې هېڅکله به دا رامنځته نه شي. په هر حال، د افغانستان وضعیت موږ ته څرګند دی. ځينې راځي او په خپل سر ځينې کارونه کوي او غواړي چې جګړه رامنځته کړي، هغه باید ډېره لویه نه کړو.»

بل خوا د اسلامي امارت ویاند وايي، ځینې کړۍ غواړي له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې زیانمنې کړي. ذبیح الله مجاهد زیاتوي، سرپرست حکومت له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

ښاغلي مجاهد وویل:«ځينې کړۍ غواړي چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ خرابې کړي او ځينې واړه مسایل ستر کړي. دا د دواړو هېوادونو مسوولیت دی چې داشان دسیسو ته متوجه واوسي. اسلامي امارت له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د ښو او ټینګو اړیکو غوښتونکی دی او اجازه نه ورکوي چې دا ډول کوچني مسایل د اړیکو د خرابوالي لامل شي.»

ورته مهال د پوځي چارو ځينې شنوونکي په دې باور دي چې سرحدي نښتې د هېڅ لوري په ګټه نه دي.

د پوځي چارو شنونکی سرور نیازی وايي:«هم ایراني چارواکي او هم افغاني لوری دې مورد ته متوجه شي او هغه اړیکې چې زموږ او ګاونډیانو ترمنځ دي، باید خرابې نه شي.»

د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ د اسلامي امارت او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې له امله يې د اسلامي امارت یو سرتېری او یو هم د ایران پوله ساتونکی وژل شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند وايي، ځینې کړۍ غواړي له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې زیانمنې کړي. ذبیح الله مجاهد زیاتوي، سرپرست حکومت له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

تصویر بندانگشتی

د ایران د سپاه پاسدارانو هوايي ځواک قومندان د تهران د علم او صنعت په پوهنتون کې د اسلامي امارت او ایران د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د وروستۍ سرحدې نښتې په اړه وايي، د دې مسلې تر شا د ایران دښمنان دي او غواړي چې سرحدي نانندرۍ افغانستان سره په جګړې بدل کړي.

دغه قومندان د اسلامي امارت له پوله ساتو ځواکونو سره نښته بې ارزښته بولي.

د ایران د سپاه پاسدارانو د هوايي ځواک قومندان امیر علي حاجي زاده وايي:«د دغې پېښې تر شا زموږ ډېر دښمنان دي چې غواړي دا په یوې سترې موضوع بدله کړي. په یوې جګړې او نښتې یې بدله کړي چې هېڅکله به دا رامنځته نه شي. په هر حال، د افغانستان وضعیت موږ ته څرګند دی. ځينې راځي او په خپل سر ځينې کارونه کوي او غواړي چې جګړه رامنځته کړي، هغه باید ډېره لویه نه کړو.»

بل خوا د اسلامي امارت ویاند وايي، ځینې کړۍ غواړي له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې زیانمنې کړي. ذبیح الله مجاهد زیاتوي، سرپرست حکومت له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

ښاغلي مجاهد وویل:«ځينې کړۍ غواړي چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ خرابې کړي او ځينې واړه مسایل ستر کړي. دا د دواړو هېوادونو مسوولیت دی چې داشان دسیسو ته متوجه واوسي. اسلامي امارت له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د ښو او ټینګو اړیکو غوښتونکی دی او اجازه نه ورکوي چې دا ډول کوچني مسایل د اړیکو د خرابوالي لامل شي.»

ورته مهال د پوځي چارو ځينې شنوونکي په دې باور دي چې سرحدي نښتې د هېڅ لوري په ګټه نه دي.

د پوځي چارو شنونکی سرور نیازی وايي:«هم ایراني چارواکي او هم افغاني لوری دې مورد ته متوجه شي او هغه اړیکې چې زموږ او ګاونډیانو ترمنځ دي، باید خرابې نه شي.»

د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ د اسلامي امارت او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې له امله يې د اسلامي امارت یو سرتېری او یو هم د ایران پوله ساتونکی وژل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه