Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راپور: د قطر لومړي وزیر کندهار کې د اسلامي امارت له مشر سره لیدلي

رویټرز خبري آژانس د خپلې یوې سرچینې پر حواله لیکلي چې د قطر لومړي او د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت له مشر سره لیدلي او له نړۍوالې انزوا د افغانستان د وتلو، د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار بندیز د لېرې کولو، له ترهګرۍ سره مبارزې او نورو مسایلو په هکله خبرې کړې دي.

د قطر د لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په مشرۍ د دغه هېواد یو جګپوړی پلاوی کابو درې اوونۍ مخکې کندهار ته سفر کړی و. 

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د اسلامي امارت د مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده ترمنځ له ترهګرو ډلو سره پر مبارزې هم
بحث او خبرې شوې دي.

په دغه راپور کې راغلي دي:«د قطر لومړي وزیر په روانې زېږدیزې میاشت کې د طالبانو له عالي مشر سره له نړۍوالې ټولنې سره د کړکېچ د هواري لپاره محرمانه خبرې کړي چې دا د دوی د انزوا د پای ته رسېدو لپاره د اوسنیو حاکمانو د لېوالتیا ښکارندويي کوي.»

رویټرز د خپلې سرچینې په حواله چې نه یې دي غوښتي نوم یې واخیستل شي همداراز ویلي، د اسلامي امارت مشر په دې کتنه کې له نړۍوالې ټولنې سره د خبرو دوام ته لېوالتیا ښودلې ده.
سره له دې چې، اسلامي امارت د قطر له لومړي وزیر سره د اسلامي امارت د مشر د کتنې په تړاو د رویټرز خبري آژانس د دغه راپور په اړه تر اوسه څه نه دیلي ویلي؛ خو له دي مخکي د اسلامي امارت ویاند ویلي چې د قطر لومړي وزیر په کندهار کې له رییس الوزرا او ځينو نورو چارواکو سره لیدلي دي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و:«هغوی له محترم رییس الوزرا سره خبرې لرلې، محترم رییس الوزرا دا وخت په کندهار کې دی، د دې لپاره چې لږ ناروغ و. بیا د قطر لومړي وزیر هم وویل چې همالته یې لیدو ته ورځي. له رییس الوزرا او ځينو نورو چارواکو سره د وزیر صاحب لیده کاته وشول.»

له بل لوري د چارو شنونکي بیا له نړۍوالې ټولنې سره د سرپرست حکومت د اړیکو د ښه والي په برخه کې د قطر رول ګټور ګڼي او زیاتوي، اسلامي امارت هم د نړۍوالې ټولنې د اعتماد د ترلاسه کولو لپاره باید د نړۍوالو مشروع غوښتنې ومني.

د سیاسي چارو شنوونکی نجیب الرحمان شمال وايي:«قطر کولای شي چې د افغانستان د سرپرست حکومت او د نړۍوالۍ ټولنې اړیکو په تامین او د هغوی د اعتماد په جلب کې همکاري وکړي؛ خو دغه رول دې ته مشروط دی چې د طالبانو مشري وکولای شي، د نړۍوالې تولنې غوښتنې چې په حقیقت کې د افغانستان د خلکو غوښتنې دي، عملي ګامونه پورته کړي.»

د نړۍوالو چارو شنوونکی واحد فقیري هم څرګندوي:«افغانان روڼتیا غواړي او افغانان له مشرانو غواړي چې په سیاسي بهیر کې شامل شي او مشران پر دوی باور وکړي. باور جوړونه وکړي چې د حکومت او ملت ترمنځ اعتماد رامنځته شي.»

د قطر د لومړي وزیر په مشرۍ یوه پلاوي د «مې» میاشتې پر دولسمه کندهار ته سفر درلود او په ترڅ کې یې له رییس الوزرا او ځینو نورو چارواکو سره کتلي او د بېلابېلو مسایلو په تړاو یې خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه