د اسلامي امارت پر چارواکو د امریکا د بندیزونو په دوام، په تازه توګه د امریکا نولسو جمهوريپالو سناتورانو پرېکړه کړې چې "د طالبانو د بندیزونو د قانون" تر سرلیک لاندې د نویو بندیزونو لایحه د دې هېواد کانګرېس ته وړاندې کړي.
د امریکا فاکس نیوز راپور ورکړی چې دغو سناتورانو په جوړه شوې لایحه کې پر اسلامي امارت د ویزې د بندیز غوښتنه کړې ده.
له سرپرست حکومته د نولسو امریکایي سناتوران غوښتنې د راپور په یوې برخه کې راغلي: «له ټولو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول، په افغانستان کې زیانمنېدونکو کسانو ته د مرستو لپاره بشري ډلو ته د بشپړې اجازې ورکړه، له افغانستانه د افغانانو د وتنې لپاره اجازه ورکړه، د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو او د مطبوعاتو د ازادیو په رسمیت پېژندل.»
یوه امریکايي سناتور بیا ویلي، کانګرېس باید په بېړه دغه لایحه تصویب کړي.
سناتور جیم ریش وايي: «موږ نهشو کولای پهدې سادګۍ سره طالبان وغندو او د دې تمه ولرو چې خپل چلند بدل کړي. د امریکا له وتنې او واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم، افغانستان پر یوه منفور هېواد بدل شوی او زموږ سیاستونه باید دغه واقعیت څرګند کړي.»
خو اسلامي امارت پر دوی د بندیزونو لګول بېاغیزې ګڼي او وایي، سرپرست حکومت له ټولې نړۍ په ځانګړې توګه امریکا سره د ښو اړیکو او تعامل غوښتونکی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي: «ټوله نړۍ په تېره امریکایان باید پوه شي چې د فشارونو وخت پای ته رسېدلی او فشار کومه پایله نه ورکوي؛ نو غوره ده چې خپل وړاندیزونه له ډېپلوماټیکو او قانوني لارو له موږ سره شریک کړي.»
د سیاسي چارو یو بل شنونکی ویس ناصری وايي: «تاریخ په ډاګه کړې او شاهد دی چې هېڅ ډول سیاسي او اقتصادي بندیزونه د وخت پر حاکمانو اغېز نهلري او سیاسي او اقتصادي بندیزونه پر ولس اغېز لري.»
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: «د افغانستان اوسني حکومت ته پکار ده چې ژر تر ژره له نړیوالې ټولنې سره کېني او د هغوی سمو غوښتونو په اړه چې د افغانانو غوښتنې هم دي، عملي ګامونه پورته کړي.»
تر دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت پر ځينو اوسنیو او پخوانیو چارواکو او کورنیو یې د امریکا د ویزې ورکړې بهیر محدود کړی دی.
په دې اړه مو اندونه