د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې وایي، سرپرست حکومت پهدې ولایت کې د برښنا سټیشن د جوړولو او د ګازو څاه ګانو د کېندلو هوډ لري.
شهاب الدین دلاور زیاتوي، د جوزجان د ګازو د استخراج په برخه کې یو شمېر سترو کمپنیو پانګونې ته چمتووالی ښوودلی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهابالدین دلاور زیاتوي: «د برېښا سټېشن د جوړول او د څاګانو د کېندل پام کې لرو، شرکتونه هم راځي، خو موږ غواړو ښه تړونونه وکړو، ځکه دا زموږ د هېواد راتلونکې ده.»
ورته مهال د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي وایي، پهدې ولایت کې د ګازو په ګډون ډول-ډول کانونه شته، خو ډېری ځوانان د وزګارۍ له امله ګاونډیو هېوادونو ته سفر کوي.
دوی له سرپرست حکومت څخه غواړي، د جوزجان د کانونو استخراج پیلولو سره، د دې ولایت اوسېدونکو ته کاري زمینې برابرې کړي.
د جوزجان اوسېدونکی جوره بای وايي: «زموږ هېوادوالو ته دې کار پیدا شي، باید زوړ، ځوان، ښځې، نر او ټولو ته دې کار پیدا شي.»
د جوزجان اوسېدونکی احمد فیصل وايي: «له اسلامي امارته غواړو چې د کانونو د استخراج برخه کې د کار زمینه برابره کړي.»
د جوزجان یو بل اوسېدونکی عبدالبصیر زیاتوي: «کانونه، تېل، ګاز او هر څه لرو، زموږ ټول ځوانان بېکاره دي، د کار زمینه دې ورته برابره شي، څو د نورو په هېوادونو کې بېچاره نهشي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، تمه ده د جوزجان د ګازو کانونو له کاره لویدلو څاه ګانو د بیا فعالېدو تړون لویو شرکتونو ته ورکړل شي او له دې لارې د ۱۵۰۰ میګاواټه برښنا د تولید سربېره، د دې ولایت زیات شمېر اوسېدونکو ته کاري زمینې هم برابرې شي.
په دې اړه مو اندونه