Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېوادوال په کابل کې د پاسپورټ د وېش بهیر پر پڅوالي نیوکه کوي

ځينې کابل مېشتي وايي چې د پاسپورټ لرل د هر هېوادوال مسلم حق دی او د پاسپورټ ریاست چارواکي باید په دې برخه کې ډېرې اسانتیاې رامنځته کړي.

د کابل اوسېدونکی حمید وایي، څه باندې یو کال کېږي، چې د پاسپورټ غوښتنلیک یې سپارلی؛ خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

حمید د طلوع‌نیوز خبریالې ته وویل:«نن کابو دوه ورځې هغې نېټې ته پاټې دي چې زموږ پر فورم تاریخ ولیکل شو او تراوسه موږ د پاسپورټ ریاست منځته نه اجازه ترلاسه کړې نه ده.»

د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي د پاسپورټ د وېش پر بهیر نیوکه کوي او له اسلامي امارته غواړي چې د پاسپورټ د وېش د بهیر اسانه کولو ته نورهم پام وکړي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې د پاسپورټ د نشتوالي له امله د ناروغیو د درملنې او تحصیلي بوروسنو او ځینو نورو ستونزو لپاره له هېواده بهر ته نه شي تللی.

د کابل اوسېدونکی عبدالله په دې هکله وايي:«دولت دې یوه ځانګړې پاملرنه وکړي. که څه هم وايي چې پاسپورټ وېشل کېږي؛ خو بهیر یې ډېر پڅ دی. زه په خپله ۱۷ میاشتې کېږي چې د پاسپورټ لپاره مې نوم‌لیکنه کړې؛ خو تراوسه یې هېڅ احوال نشته.»

خو د پاسپورټ عمومي ریاست وایي، چې د پاسپورټ د وېش بهیر په عادي توګه روان دی او هره ورځ په ټول هېواد کس ۱۰ زره پاسپورټونه وېشل کېږي.
                                        
د پاسپورټ د عمومي ریاست ویاند نورالله پتمن څرګنده کړه:«د ۳۳ ولایتونو په ګډون د پاسپورټ د وېش بهیر په عادي توګه روان دی او د ورځې موږ خپلو هېوادوالو ته په زرګونو پاسپورټونه وېشوو.»

تر دې وړاندې د پاسپورټ عمومي ریاست ویلي، چې دغه ریاست هڅه کوي چې د پاسپورټ د وېش ظرفیت په ورځ کې تر ۱۵ زرو ټوکو ورسوي.

د پاسپورټ عمومي ریاست وایي، چې د پاسپورټ د وېش بهیر په عادي توګه روان دی او هره ورځ په ټول هېواد کس ۱۰ زره پاسپورټونه وېشل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه