Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

برېښنا شرکت: دم‌کړۍ ۷۲۰ میګاواټه برېښنا وارد وو

د برېښنا شرکت وايي چې دم‌کړۍ ۱۵۰۰ میګاواټه برېښنا ته لاسرسی لري چې له دې منځه کابو ۷۲۰ میګاواټه هغه یې له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه ازبیکستانه وادرېږي.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وايي چې څه باندې ۵۰۰ میګاواټه برېښنا له کورنیو سرچنیو په ځانګړې توګه له بندونو تامینېږي.

د منځنۍ اسیا هېوادونه او ایران افغانستان ته د برېښنا صادرونکي دي.

حکمت الله میوندي په دې هکله وویل:«په ټول کې زموږ کورنی تولید ۵۶۵ میګاواټه دی او ټول هېواد ۱۴۰۰ تر ۱۴۵۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.»

د وارداتي برېښنا ترڅنګ، د اوبو د بندونو برېښنا هم کارول کېږي، چې د نغلو، ماهیپر، سروبي، کجکي، سلما او دورنټې بندونه څه باندې ۳۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدوي.

د  ماهېپر فابریکې کارکونکی ممتاز احمد وايي:«د تلې له میاشتې تر غبرګولي دا څرخېږي له هغې وروسته اوبه د لوګر او کابل سیند اوبه وچېږي او دا فابریکه پرچاوېږي، د پرچاوۍ پر مهال د ترمیم پر مهال یوه یا دوه پایې چې اړتیا ولرو بیارغوو.»

د ۲۰۰۹ زیږدیز کال په وروستیو کې د وارداتي برېښنا د بهیر د پرې کېدو او د برېښنا د کموالي له امله امریکا متحده ایالتونو د ۳۴۰ مېلیون ډالرو په لګښت د حرارتي برېښنا یوه دستګاه ګټې اخیستنې ته وسپارله. خو ډېری مهال د لګښت د زیاتوالي له امله له دغې دستګاه کار نه اخیستل کېږي.
 
د حرارتي بریښنا د دستګاوو عمومي آمر احمد ویس څرګند وویل:«د حرارتي برېښنا دستګاه په ۲۰۰۹ کال کې ګټې اخیستې ته وسپارل شوه چې ټولیزه وړتیا یې ۱۵۰ میګاواټه ده چې معمولاً د ژمي په پیک وختونو کې یا د وارداتي برېښنا د پایو د الوزولو پر مهال ترې استفاده کېږي.»

که څه هم افغانستان طبیعي سرچینې او پرېمانه اوبه لري، خو تر اوسه د کورنیو سرچینو د تولید برخې ته پام نه دی شوی او د پلازمېنې اوسېدونکی تل په ژمي کې د برېښنا له کموالي سره مخ کېږي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه