Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ا.ا له مشر سره د پوهنې وزارت چارواکو لیدنه کې د زده‌کړو پر پراختیا ټينګار

د اسلامي امارت مشر د پوهنې وزارت له سرپرست او د ۳۴ ولایتونو د پوهنې له رییسانو سره په لیدنه کې د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې د ښوونې او روزنې پر پراختیا او د کیفیت پر ښه‌والي ټینګار کړی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په دغه ناسته کې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په تړاو څه نه دي ویل شوي.

ښاغلي مجاهد طلوع‌نیوز ته وویل:«په هغې غونډه کې د پوهنې ټولو رییسانو او پوهنې وزارت ته د روان تعیلمي کار په هکله لارښوونې لرلې چې تدریس په ښه بڼه مخ ته ولاړ شي او هغه سیمې چې د تعلیم تر پوښښ لاندې نه دي، د تعلیم لمن باید هغو سیمو ته هم وغوړل شي.»

د اسلامي امارت د غونډې په هکله زیاته کړه:«زما په اند دا [د نجونو د ښوونځیو پرانیستل] مسئله نه ده چې په دغو رییسانو پورې اړونده وي، ځکه دغه مسئله تر ډېره بریده په هغو پرېکړو پورې اړه لري چې په هغې هکله به علما پرېکړه وکړي.»

خو د اسلامي امارت ویاند ډاډ ورکوي چې په هېواد کې د ښوونکو د کمښت ستونزې د حل لپاره، نوي ښوونکي وګوماري.

بل خوا، د پروان ولایت د پوهنې رییس وایي، چې دوی د اسلامي امارت له مشره غوښتي چې د ښوونځيو او مدرسو د لومړنۍ دورې ښوونیز نصاب یو ډول شي.

د پروان د پوهنې رییس محمد حسن حقاني څرګنده کړه:«د ښوونځي او مدرسې نصاب دې یو شان شي، هغه واټن چې د ښوونځي او مدرسې ترمنځ راغلی و، له منځه ولاړ شي.»

له دې سره جوخت، په کابل کې ځينې نجونې له اسلامي امارته د خپلو ښوونځيو د پرانیستو غوښتنه کوي.
 
زده‌کوونکې بهاره وايي:«درې میاشتې کېږي چې اوم ټولګي ته تللې یم؛ خو درس نه شم ویلای. باید درس ولولم.»
   
بله زده‌کوونکې یاسمین د طلوع‌نیوز خبریالې ته وویل:«موږ [زده‌کوونکي] غواړو چې خپلو هیلو ته ورسېږو. خپلې زده‌کړې مخته یوسوو. هغه درسونه مو چې لوستي، ټول یې زموږ له ذهنه وتلي دي.»

څه باندې ۶۰۰ ورځې کېږي، چې د نجونو پر مخ د منځۍ او لېسې دورې ښوونځي تړل شوي او تر اوسه یې د پرانیستو څرک نه لګېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه