Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بدخشان ولایت سرپرست په یوې چاودنه کې ووژل شو

د بدخشان سرپرست او مرستیال والي مولوي نثاراحمد احمدي او چلوونکی یې نن سهار (سې‌شنبې د غبرګولي په ۱۶مه) د دغه ولایت په مرکز فیض اباد کې په یوې چاودنه کې ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.
  
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي ویلي چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ځانمرګي بریدګر ۸:۱۵ دقیقې سهار له موټربمب سره د مولوي نثاراحمد موټر په نښه کړ.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس زیاته کړه:«له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر چې د یوه ځانمرګي تر کنټرول لاندې و، د بدخشان ولایت د سرپرست او مرستیال والي محترم مولوي نثار احمد احمدي موټر ته‌څېرمه چاودنه کوي چې په پایله کې یې مرستیال صاحب له خپل موټر چلوونکي سره شهیدان کېږي او شپږ تنه نور هېوادوال چې له سیمې تېرېدل ټپيان کېږي چې د دوو ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک دی.»

د پېښې ځينې ټپیان او عیني شاهدان وایي چې چاودنه دومره زوروره وه چې د پېښې سیمې ته نږدې ځینې ودانۍ یې هم زیانمنې کړې دي.

د پېښې ټپي محمد ناظم وايي:«هلته یوه پېښه وشوه. نور پوه نه شوم چې څه وشول. وروسته هلته بې‌هوښه شوم او د سترګې لاندې مې لږه ټپي شوه.»

د یو ټپي د کورنۍ غړي حزب الله هم وویل:«ورور مې همدلته ناست و. د چاودنې غږ وشو چې ورور مې راغی غاړه او پښه یې په وینو ککړ وو او ژر مې روغتون ته بوته.»

په همدې حال، د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي له امنیتي ځواکونو غواړي چې د خلکو امنیت په جدي توګه ټینګ کړي.

د بدخشان اوسېدونکی کریم الله وویل:«هر چېرته بې اسناده موټر دروي؛ د دفتر، د قومندانۍ، ولایت مخې ته، له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې بې پلېټ او ناپېژانده موټر پرې‌نه‌ږدي چې له ګڼې ګوڼې ډکو واټونو کې ودرېږي.»

د بدخشان اوسېدونکی عبدالواحد څرګندوي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې په فیض اباد کې امنیت تامین کړي.»

تراوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی. 

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې نږدې شپږ میاشتې مخکې د بدخشان امنیه قومندان عبدالحق ابو عمر له درېیو تنو نورو سره په یوه ورته چاودنه کې ووژل شول.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي له دغې پېښې وروسته ویلي چې د بدخشان د سرپرست او مرستیال والي د موټرو کاروان د سهار اته بجې «د محکمې په څلور لاره» کې په نښه شو.

Thumbnail

د بدخشان سرپرست او مرستیال والي مولوي نثاراحمد احمدي او چلوونکی یې نن سهار (سې‌شنبې د غبرګولي په ۱۶مه) د دغه ولایت په مرکز فیض اباد کې په یوې چاودنه کې ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.
  
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي ویلي چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ځانمرګي بریدګر ۸:۱۵ دقیقې سهار له موټربمب سره د مولوي نثاراحمد موټر په نښه کړ.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس زیاته کړه:«له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر چې د یوه ځانمرګي تر کنټرول لاندې و، د بدخشان ولایت د سرپرست او مرستیال والي محترم مولوي نثار احمد احمدي موټر ته‌څېرمه چاودنه کوي چې په پایله کې یې مرستیال صاحب له خپل موټر چلوونکي سره شهیدان کېږي او شپږ تنه نور هېوادوال چې له سیمې تېرېدل ټپيان کېږي چې د دوو ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک دی.»

د پېښې ځينې ټپیان او عیني شاهدان وایي چې چاودنه دومره زوروره وه چې د پېښې سیمې ته نږدې ځینې ودانۍ یې هم زیانمنې کړې دي.

د پېښې ټپي محمد ناظم وايي:«هلته یوه پېښه وشوه. نور پوه نه شوم چې څه وشول. وروسته هلته بې‌هوښه شوم او د سترګې لاندې مې لږه ټپي شوه.»

د یو ټپي د کورنۍ غړي حزب الله هم وویل:«ورور مې همدلته ناست و. د چاودنې غږ وشو چې ورور مې راغی غاړه او پښه یې په وینو ککړ وو او ژر مې روغتون ته بوته.»

په همدې حال، د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي له امنیتي ځواکونو غواړي چې د خلکو امنیت په جدي توګه ټینګ کړي.

د بدخشان اوسېدونکی کریم الله وویل:«هر چېرته بې اسناده موټر دروي؛ د دفتر، د قومندانۍ، ولایت مخې ته، له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې بې پلېټ او ناپېژانده موټر پرې‌نه‌ږدي چې له ګڼې ګوڼې ډکو واټونو کې ودرېږي.»

د بدخشان اوسېدونکی عبدالواحد څرګندوي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې په فیض اباد کې امنیت تامین کړي.»

تراوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی. 

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې نږدې شپږ میاشتې مخکې د بدخشان امنیه قومندان عبدالحق ابو عمر له درېیو تنو نورو سره په یوه ورته چاودنه کې ووژل شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه