Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د توماس وېسټ د سفرونو نوي پېر ته د اسلامي امارت غبرګون

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي توماس وېسټ ویلي متحده عربي اماراتو او برېټانیا ته یې د خپل سفر نوی پېر پېل کړی دی او ټاکل شوې چې په دغو سفرونو کې په افغانستان کې د ګډو ګټو په هکله خبرې اترې وشي.

ښاغلي وېسټ په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دغه سفرونو دغه لړۍ تېره ورځ (د جون په پنځمه) پېل شوي دي.

هغه لیکلي:«زه په دې اوونۍ کې د جون له پنځمې تر نهمې پورې لندن او ابوظبۍ ته سفر کوم، څو له برېټانیوي او اماراتي همکارانو سره په افغانستان کې د ګډو ګټو په تړاو خبرې وکړم.»

بل خوا، که څه هم د اسلامي امارت ویاند لاس‌وهنه او د افغانستان پر وړاندې د فشار له وسیلو کار اخیستنه ګټوره نه ګڼي، خو وایي، چې دغه سفرونه باید له افغانستان سره د همکارۍ په موخه وي.
                
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«افغانان شکایت کوي چې حقوق یې غصب دي او پیسې یې بندې دي. د امریکا له لوري یې پر بانکونو بندیزونه لګول شوي او همدارنګه د سترو پروژو د پېل په وړاندې خنډونه لیکل کېږي او د رسمیت پېژندلو مخنیوی کوي. دا ټول زیان دی او باید دا چلند بدلون وکړي، هغه وخت ویلای شم چې دغه سفرونه هغه دلیل و.»

خو د هېواد اوسني وضعیت ته په پام سره، د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو او د دغه هېواد د استازي د سفرونو رول څه دی؟

د سیاسي چارو شنوونکی عبدالشکور دادرس وايي:«امریکا متحده ایالات پر سیسټم استوار دی. موخې یې له مخکې تعیین دي؛ دا چې په نړۍ د کومو موخو پر بنسټ په خوځښت کې دي، غواړي چې کومې موخې تطبیقې کړي، افغانستان هم له هغې په امان کې نه دی.»
                    
د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ وویل:«زموږ د هېواد په سیاسي وضعیت او همدارنګه د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ په سیاسي تعامل کې هېڅ ډول مثبت بدلون نه دی راغلی.»

د سیاسي چارو شنوونکی عزیز معارج هم څرګنده کړه:«د جون په ۲۱مه د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه جوړېږي او همدارنګه په ناروې کې د افغانانو غونډه ترسره کېږي. نو له دې امله امریکا به بې تفاوته نه وي.»

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازي تر دې وړاندې هم د هند، متحده عرب اماراتو، قطر، پاکستان، سویس، جرمني او ترکیې په ګډون د سیمې او اروپا یو شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه