Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۱۴۰۱ کال څېړنه؛ د هېواد ښاري نفوس ۲۵٫۴ سلنه و

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په یوې نوې څېړنه کې ویلي چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې، د هېواد ښاري نفوس ۲۵٫۴ او کلیوال نفوس ۷۴٫۶ سلنه وو.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د میندو او ماشومانو د مړینې، په کم عمر کې ودونه، زده کړو ته د لاسرسي او نورو برخو په اړه د «چند شاخصه خوشه‌اي» څېړنې پایلې خپرې کړې.

د دې ادارې موندنې ښيي چې په دغه کال کې ۳۷ سلنه نجونو ۱۵ او ۱۸ کلنۍ عمر ته تر رسېدو مخکې ودونه کړي دي. چې ۹٫۶ سلنه نجونې تر ۱۵ کلنۍ مخکې او ۲۸٫۷ سلنه له ۱۸ کلنۍ وړاندې واده شوې دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د شمېرو له مخې، په تېر ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې،په ښوونځیو له لومړي تر شپږم ټولګي کې د زده‌کوونکو حضور ۴۷٫۵ سلنه، له شپږم تر نهم ټولګي ۲۰٫۳ سلنه او له نهم تر دوولسم ټولګي ۳۲٫۶ سلنه ښودل شوی دی.

د دې ادارې مسوولین وایي، چې له ۵ تر ۱۱ کلونو ۱۷٫۷ سلنه ماشومان په اقتصادي فعالیتونو او ۱۷٫۷ د کور په کارونو کې بوخت دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سرپرست فقیر محمد زیار وايي:«د ۱۴۰۱ کال په سروې کې ټولټال ۲۳زره ۲۲۱ کورنۍ سروې شوې دي.»

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د اطلاعاتو پر بنسټ، دغه څېړنه له دې مخکې هم په ۱۳۷۶، ۱۳۸۲ او ۱۳۹۰ کلونو کې هم ترسره شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه