Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

السیس بنسټ: د هېواد په سوېلي ولایتونو کې د کوکنارو کرکېله ۸۰ سلنه کمه شوې

په افغانستان کې د نشه يي توکو د کرکېلې له منع کېدو د څوارلسو میاشتو په تېرېدو سره اوس اوس د السیس په نوم یوه بریټانوي څېړنیز بنسټ ویلي چې د هېواد په سوېلي ولایتونو کې د کوکنارو د کرکېلې کچه د تېرو درېیو کلونو پر تله ۸۰ سلنه راټيټه شوې ده.

دغه بنسټ په خپل راپور کې وايي چې په هلمند ولایت کې د کوکنارو کښت چې په تېر کې یې د افغانستان ۵۰ سلنه تریاک تولیدول، ۹۹ سلنه یې کمښت موندلی دی. 

دغه څېړنه کې تر ډېره په هلمند، نیمروز او کندهار ولایتونو کې د کوکنارو د کښت د کچې په هکله شوې ده.

د سیاسي چارو شنوونکی اجمل زرمتی په دې هکله وايي:«دا یو ډېر ښه ګام دی چې هم مبارزه کېږي او هم درملنه کېږي؛ خو دا هم بسنه نه کوي باید په دې برخه کې د نړۍوالې ټولنې مرستې موجودې وي.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین هم وویل:«تېر کال د تېرو کلونو پرتله د هېواد په ولایتونو کې د غنمو تولید له ۱۰ تر ۴۰ سلنې زیاتوالی لرلی دی.»

د دغه بنسټ له لوري له سپوږمکۍ اخیستل شوي انځورونه ښيي چې په ۲۰۲۲ کال کې په هلمند کې پر څه باندې ۱۲۰ زره هکتاره او په ۲۰۲۳ کال کې بیا تر څه کم په ۱۰ زرو هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.

کندهار کې بزګر فرید احمد وايي:«ښه ده چې منع شول. د غنمو په برخه کې باید حکومت له موږ سره مرسته وکړي، د غنمو د تخم او زېرمې په برخه کې هم مرسته وشي.»

هلمند کې کروندګر محمد جان وویل:«هر څومره چې زیار وایستل شي، موږ ته څه نه پاتې کېږي. د خپلې کورنۍ ډوډۍ ته حیران یوو، حتا داسې وخت هم شوی چې یوه اوونۍ مو ډوډۍ نه‌ده لرلې.»

هلمند کې بل کروندګر سید ولي هم زیاتوي:«تریاک چې ممنوع شول خلک نه‌شي کولای چې خپل لګښت پوره کړي. خلک په اوبو پسې دومره پرېشانه دي، پخوا په لسو مټرو کې اوبه وئ، اوس د ۲۰ مټرو له کیندلو سره هم اوبه نه پیدا کېږي.»

ورته مهال د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د دغه بنسټ موندنې ستایي او زیاتوي چې سرپرست حکومت په ټول هېواد کې د کوکنارو د کرکېلې د منع کېدو فرمان ته ژمن دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګنده کړه:«ښه ده چې د اسلامي امارت د پرمختګونو په هکله د داسې بنسټونو د اعتراف شاهد واوسو؛ خو د نشه‌يي توکو په برخه کې د اسلامي امارت کړنې په ټولو هېواد کې اغېزناکې وې او د امیر المومنین د فرمان په مطابق، د نشه‌يي توکو کښت، تولید، قاچاق او پروسس منع شوی دی.»

په دې راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په هلمند کې د کوکنارو د کرکېلې کچه ۵۲ سلنې ته رسېدلې وه او په ۲۰۲۳ کال کې بیا صفر شوې وه.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ تر دې دمه په ټول هېواد کې د کوکنارو د کښت او قاچاق پر ضد له ۶ زرو زیات عملیات ترسره شوي چې په پایله کې یې ۴ زره ټنه نشه‌يي توکي ترلاسه او د قاچاق په تور یې بیا له ۶ زرو زیات کسان نیول شوي دي.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره په لیدنه کې د افغانستان له خلکو سره د توکیو له همکاریو مننه کړې ده.

د ښاغلي کرزي په ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې په دغې لیدنه کې د بشري مرستو سربېره، د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو پر پرانیستو ټينګار شوی او په افغانستان کې د تلپاتې ثبات د تامین په موخه په ملي کچه خبرې اترې اړینې ګڼل شوې دي. 

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د دغه بنسټ موندنې ستایي او زیاتوي چې سرپرست حکومت په ټول هېواد کې د کوکنارو د کرکېلې د منع کېدو فرمان ته ژمن دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه