Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امنیت د ټینګښت او ښه چلند په اړه له چارواکو د هرات د ديني عالمانو غوښتنه

د هرات د دیني عالمانو شورا د دې ولایت د امنیتي حوزو له مسوولانو سره په ناسته کې له هغوی غوښتي چې له خلکو سره ښه چلند او اداري چارو ته یې په وخت رسېدنه وکړي.

دغو دیني عالمانو همدازار په هرات ښار کې د لا ښه امنیت د ټینګښت غوښتنه هم کړې ده.

د هرات د عالمانو ولایتي شورا رییس محمد بشر حلیمي وايي: «هغه خلک چې کولای شي هېواد اباد کړي، وې ساتي او امنیت یې ټینګ کړي، هغه خلک تاسو یاست، که په لومړي ځل خلک متنفر کوي، حقونه یې ضایع کوي، ازار او ازیت کوي یې او خلک له نظامه تېښتې ته اړ کوي، هغه خلک هم تاسو یاست، ځکه چې خلک په لومړي ځل تاسو ته درځي.»

دیني عالمان په‌دې ناسته کې وایي، له خلکو سره د حکومتي کارکوونکو بد چلند، د خلکو او نظام تر منځ د واټن رامنځ‌ته کېدو لامل ګرځي.

دوی له حکومتي په ځانګړې توګه له امنیتي کارکوونکو غواړي چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.

دیني عالم غلام محمد محمدي وايي: «له خپل ملت او لاس لاندې خلکو سره باید نیکي او ښه وکړو، خدای دې نه‌کړي چې دغه حکومت د تکبر سبب نه‌شي.»

د هرات ښاروالۍ د یوولسمې حوزې امر محمد نسیم شهیدزاده زیاتوي: «موږ خپلو کارکوونکو ته سپارښتنه کړې ده چې له خپلو خلکو سره سم چلند وکړي او پر وخت د هغوی کارونه تر سره کړي.»

د هرات اوسېدونکي له امنیتي بنسټونو غواړي چې د امنیت د ټینګښت سربېره، د پوځي عملیاتو او یا هم د پلټنې پر مهال، له خلکو سره ښه چلند وکړي.

د هرات اوسېدونکی همایون وايي: «نه حکومت له خلکو پرته حکومت کولای شي او نه خلک له حکومت پرته، ټول مسوولان باید له خلکو سره سم چلند وکړي.»

د بادغیس اوسېدونکی عبدالسلام محمدي زیاتوي: «ځکه نظام اسلامي نظام دی، اسلام چې ورته څه ویلي، همغه ډول ښه چلند دې له خلکو سره وکړي.»

په دې ناسته کې دیني عالمان له خلکو سره د امنیتي بنسټونو ښه چلند، د حکومت په ګټه بولي. د دوی په وینا، د خلکو د همکارۍ پرته به د امنیت ټینګښت ستونزمن وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه