Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خبریالانو له لوري پر بې‌غورۍ د تبیان کلتوري مرکز د مسوولانو تورنېدل

د تېر کال د کب په شلمه چې د بلخ ولایت په تبیان کلتوري مرکز کې چاودنه وشوه او یو شمېر خبریالانو ته په‌کې مرګ‌ژوبه واوښتله، اوس ځینې خبریالان د یاد مرکز مسوولان د امنیت د ټینګښت په برخه کې پر بې‌غورۍ تورنوي.

دوی د یادې پېښې د څېړنې تر څنګ، له مسوولو بنسټونو غواړي چې په بلخ کې د خبریالانو امنیت ټینګ کړي.

خبریال نجیب فریاد وايي: «تر دې دمه موږ ته روښانه نه‌ده چې ځانمرګی د تبیان کلتوري مرکز ته څه ډول دننه شوی و.»

یو بل خبریال عبدالصبور سیرت وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې دوسیه وڅېړل شي او پایلې یې له رسنیو سره شریکې شي.»

په شمال کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول عبداللطیف سهاک وايي: «په بلخ ولایت کې له دې پېښې وروسته خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له یو ډول اندېښنې سره مخامخ دي.»

ورته مهال د بلخ امنیې قومندانۍ ویاند وایي، په تبیان کلتوري مرکز کې د تېر کال د جوړې شوې غونډې په اړه له امنیتي ځواکونو سره هېڅ راز همغږي نه‌وه شوې.

محمد اصف وزیري وايي: «له بده مرغه د دې مرکز مسوولانو ویلي وو چې د دې ځای امنیت ټینګ دی او امنیتي کسانو ته اړتیا نه‌شته، له دې یوه ورځ وروسته هلته چاودنه وشوه.»

د شمېرو له مخې، په دغه مرکز کې یو خبریال وژل شوی و او ۱۷ نور ټپيان شوي وو.

روح‌الله روحاني یو له هغو خبریالانو څخه دی چې د تبیان مرکز په چاودنه کې ټپي شوی وو، خو د دریو میاشتو له تېرېدو وروسته یې لا هم د دې چاودنې وحشت نه‌دی هیر کړی.

خبریال روح‌الله روحاني وايي: «له دې ښکاري چې تبیان مرکز په‌دې کې هرو مرو لاس درلود، که لاس یې نه درلودای، ولې یې خبریالانو ته غونډه نیوله او امنیت یې ورته نه نیوه.»

د دې راپور تر جوړېدو پورې له پر له پسې هڅو سره و نه توانېدو چې په‌دې تړاو د تبیان کلتوري مرکز د مسوولانو نظر تر لاسه کړو، خو د اسلامي امارت ویاند وایي، په بلخ کې د وروستیو پېښو عاملین له نیول کېدو وروسته محاکمه شوي دي.

ذبیح‌الله مجاهد وايي: «د دې پېښې عاملان نیول شوي، په بلخ کې چې موږ عملیاتو درلودل، یو شمېر داعشیان وژل شوي او ځینې یې هغه کسان وو چې په‌دې مرکز یې چاودنه کړې وه.»

یو شمېر خبریالان چې په مزارشریف کې د تبیان کلتوري مرکز کې د تېر کال کب میاشتې په چاودنه کې ټپیان شوي وو، لا هم تر درملنې لاندې دي او خپل روغتیایي وضعیت ته اندېښمن دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه