Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بدخشان پخواني مرستیال والي "د فاتحې مراسمو کې" چاودنه شوې

په فیض‌اباد کې د بدخشان پخواني مرستیال والي مولوي نثار احمد احمدي د فاتحې مراسمو پر مهال یوه چاودنه رامنځ‌ته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د بدخشان په فیض‌اباد کې د نننۍ چاودنې د تلفاتو په اړه وايي، د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ په‌دې پېښه کې یوولس کسان وژل شوي او څه باندې دېرش نور ټپيان دي.

ښاغلي تکل د وژل شویو او ټپي شویو کسانو د هویت په اړه څه نه‌دي ویلي، خو پر ټویټر یې زیاته کړې چې د دې پېښې په اړه کره جزییات به وروسته خپاره کړي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، دغه پېښه نن (پنج‌شنبه) سهار یوولس بجې د بدخشان ولایت د فیض‌اباد په نبوي مسجد کې د بدخشان پخواني مرستیال والي مولوي نثار احمد احمدي د فاتحې مراسمو پر مهال رامنځ‌ته شوې ده.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي طلوع‌نیوز ته تایید کړې چې په‌دې چاودنه کې د بغلان امنیې پخوانی قومندان صفي‌الله صمیم وژل شوی دی.

خو په بدخشان ولایتي روغتون کې یوه سرچینه طلوع‌نیوز ته وايي، تر دې مهاله د دې پېښې له ځایه دې روغتون ته ۱۵ جسدونه او ۵۰ ټپیان ور وړل شوي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه چاودنه غندلې ده. ښاغلي کرزي په یوه ټویټ کې دغه پېښه یو "ترورېستي او د ټولو انساني او اسلامي موازینو" خلاف عمل بللی دی.

په تېر حکومت کې د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم د نننۍ چاودنې په غبرګون کې پر ټویټر لیکلي، "پر جوماتونو او مذهبي ځایونو برید کول د اسلام د احکامو او بشري اصولو خلاف عمل دی او هېڅ توجیه نه‌لري."

تر دې دمه کومې وسله‌والې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه‌دی منلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه