Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نړیوالو ښوونیزو بنسټونو د فعالیتونو احتمالي ځنډول کېدو ته د م.م اندېښنه

د ملګرو ملتونو د لوی منشي ویاند په افغانستان کې د روزنې په برخو کې د نړۍوالو بنسټونو د فعالیتونو احتمالي ځنډول کېدو په تړاو پرېکړه وحشتناکه بولي.

سټېفن دوجاریک زیاتوي، که په افغانستان کې دغه نړۍوال بنسټونه منحل شي؛ نو ډېر شمېر افغان نجونې او هلکان به ورسره سخت زیانمن شي.

ښاغلی دوجاریک وايي: «په رښتیا هم په‌دې تړاو ډېرې شدیدې اندېښنې ښودل شوې دي او که دا کار وشي، د افغانستان د شاتګ او په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او ځوانانو د راتلوونکي په اړه به له وحشته ډک ګام وي.»

د ښځو د حقونو برخې فعاله ثریا پیکان وايي: «د نجونو ښوونځیو تړل کېدل او دا ځل د ښوونې او روزنې په برخه کې د خصوصي بنسټونو تړل کېدل، ټول هغه مسایل دي چې په افغانستان کې یې د ښوونې او روزنې وده ورو کړې ده.»

د ملګرو ملتونو د لوی منشي ویاند زیاتوي، ملګري ملتونه د دې مسالې د لا زیاتو جزییاتو د تر لاسه کولو په اړه د افغانستان د حاکم نظام له چارواکو سره په اړیکه کې دی.

هغه له سرپرست حکومته غواړي چې د افغانستان ماشومانو او ځوانانو ته د زده‌کړو حق ورکړي.

د ملګرو ملتونو د لوی منشي ویاند وايي: «زموږ همکاران په کابل کې له حاکمو چارواکو سره د دې موضوع اړوند د لا زیاتو جزییاتو د تر لاسه کولو لپاره په اړیکه کې دي او تر اوسه په‌دې تړاو رسمي یا په لیکلي بڼه څه نه‌دي تر لاسه شوي. حاکمو چارواکو ته زموږ نېغ په نېغه پیغام دا دی چې هر شخص حق لري چې زده‌کړو ته لاسرسی ولري او موږ غواړو چې دا ډاډ تر لاسه کړو چې د افغانستان اوسني چارواکي زده‌کړو ته د ماشومانو او ځوانانو لاسرسی تضمینوي.»

که څه هم د اسلامي امارت ویاند که څه هم دغه موضوع نه تاییدوي او نه یې هم ردوي، خو زیاتوي، افغان ولس په بېلابېلو برخو کې او په ځانګړې توګه د زده‌کړو په برخو کې همکاریو ته اړتیا لري؛ خو په وینا یې دغه فعالیتونه باید له اسلامي امارت سره په همغږۍ تر سره شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «افغانان په بېلابېلو په تېره د زده‌کړو برخه کې همکارۍ ته اړتیا لري، خو د افغانانو خپلواکۍ ته دې هم پاملرنه وشي، اسلامي ارزښتونو او د افغانستان ملي ګټو ته دې هم پاملرنه وشي او دغه همکارۍ دې له حکومت سره یو ځای تنظیم شي، څو اغېزمنتیا یې لا ډېره شي.»

د پنج‌شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف هم وویل، که د زده‌کړو په برخه کې د نادولتي بنسټونو فعالیتونه ودرېږي؛ نو د ۳۰۰ زرو نجونو په ګډون به له  ۵۰۰ زرو زیات ماشومان له باکیفیته زده‌کړو بې‌برخې پاتې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه