د پوهنې وزارت له دولسم ټولګي فارغانو ته د شهادتپاڼو د وېش بهیر د اسانه کولو په موخه له افغان پسټ دولتي شرکت سره هوکړهلیک لاسلیک کړ.
په دغه هوکړهلیک کې د شهرت اصلاح او د نورو اسنادو د اداري پړاوونو اسانه کول شاملېږي.
د پوهنې وزارت وایي، چې په تېرو نږدې دوو کلونو کې د دولسم ټولګي فارغانو ته څه باندې ۲۰۰ زره شهادتپاڼې ورکړل شوې دي. دغه وزارت دغه راز د نږدې یو مېلیون شهادتپاڼو د چاپېدو خبر ورکوي.
د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین عبدالخالق صادق وویل:«موږ او تاسې دغه غونډه جوړوو چې اسناد په سمه او سالمه بڼه ورسېږي، اسانتیا رامنځته شي.»
بل خوا، د افغان پُسټ د دولتي شرکت رییس له پوهنې وزارت سره د تړون د لاسلیک کېدو موخه هېوادوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کېدل ګڼي.
د افغان پُسټ دولتي شرکت رییس رحمت الله مکي څرګندوي:«موږ دواړو د دې لپاره دغه هوکړهلیک لاسلیک کړ چې هېوادوالو ته اسانتیا رامنځته شي.»
بل خوا، د ازموینو د ملي ادارې سرپرست د دغه هوکړه لیک د لاسلیک کېدو هرکلی کوي او وایي، چې اړتیا ده، څو اسلامي امارت خلکو ته په ټولو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د ازموینو د ملي ادارې سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني وویل:«لکه څرنګه چې اسلامي حکومت ته فرض ده چې د خلکو دیني او اسلامي اړتیاوې پوره کړي او همدا ډول اسلامي امارت ته اړینه ده چې د خلکو دنیوي اړتیاوې هم پوره کړي.»
د مخابراتو وزارت سرپرست نجیب الله حقاني هم وايي:«خپلو هېوادوالو ته اسانتیاوې رامنځته کوو. د یوې شهادتپاڼې لپاره سفر کوي خپل اقتصاد ته زیان رسوي او خپل وقت ضایع کوي. نور اسنادونه چې لرئ په ډېر کم لګښت ستاسو کور ته رسېږي.»
تر دې وړاندې د افغان پُسټ دولتي شرکت، د لوړو زدهکړو له وزارت او د هوایي چلند له یوه خصوصي شرکت سره د تحصیلي اسنادو د ترلاسه کولو او نورو خدمتونو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو په موخه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي وو.