د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې په هېواد کې د اسلامي امارت د قوانینو په خلاف غوښتنې هېڅکله نه منل کېږي.
ښاغلي مجاهد همدارنګه ویلي دي د نړۍوالې ټولنې ځينې غوښتنې چې د اسلامي شریعت او د افغانستان له کلتور سره په ټکر کې دي د سرپرست حکومت لپاره د منلو وړ نه دي.
د ښاغلي مجاهد په باور، د ټولګډونه حکومت جوړېدل، د نجونو زدهکړې او د بیان ازادي د افغانستان کورني مسایل دي او نړۍ باید په دې مسایلو کې لاسوهنه ونه کړي.
د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد طلوعنیوز ته وویل:«په داخلي مسایلو کې موږ خارجیانو ته دخل نه ورکوو، دا چې ستا د حکومت ډول څنګه وي، په څنګه شکل وي، څوک باید په حکومت کې وي او څوک باید په حکومت کې نه وي، د تعلیم سلسله دې باید څنګه وي او همداسې د بیان ازادۍ په هکله ته باید څنګه رفتار وکړئ، په مجمع کې زموږ پالیسي له وخت څخه دا پاتې شوې ده باید افغان په خپله په دې هکله تصمیم ونیسي.»
ښاغلی مجاهد، د امریکا د متحده ایالاتونو پالیسۍ ته په نغوتې سره وايي د مګړۍ دغه هېواد له اسلامي امارت سره د ملګرتیا نه؛ بلکې د دوښمنۍ پر مسیر روان دی.
نوموړی له امریکا هم غواړي چې د افغانستان په کورنیو مسایلو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
د دفاع وزارت سرپرست څرګنده کړه:«موږ له امریکا څخه دا غواړو، چې افغانستان یو مستقل او ازاد هېواد دی باید په فرهنګي برخه کې هم خپله ازادي ولري، په سیاسي، اقتصادي برخو کې هم ازادي ولري. دوی باید دا هڅه ونه کړي چې تر خپل کنټرول لاندې یې وساتي، یا خپلې موخې پرې تطبیق کړي.»
محمدیعقوب مجاهد همدا راز له ایران سره پر سرحدي او د ډيورند کرښې په اوږدو کې له پاکستان سره د نښتو په تړاو وايي، سرپرست حکومت د نړۍ له هېڅ هې،اد او په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره، د جګړې یا شخړې پلوی نه دی.
محمد یعقوب مجاهد زیاته کړه:«بعضې وختونه داسې پېښ شوي دي چې په ځينو سرحدونو باندې افغانان ولسي خلک ویشتل شوي شهیدان شوي، دا له پاکستان سره هم پېښ شوي او له ایران سره هم پېښ شوي دي له نورو هېوادونو سره هم دا پېښ شوي دي. هلته زموږ د امنیتي ځواکونو او د دوی ترمنځ په دې باندې شخړه راغلي ده.»
د دفاع وزارت سرپرست زیاتوي، سرپرست حکومت د نړۍ له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو غوښتوونکی دی.
مجاهد، یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې هېڅکله به هم دې ته اجازه ورنه کړي چې افغان خاوره د نړۍ د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیانو پر ضد وکارول شي.
په دې اړه مو اندونه