Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د پنځو پروژو د رغنیزو چارو پیلېدل

کابل ښاروالۍ نن (پنج‌شنبه) په پلازمېنه کې د سړک جوړونې پروژو په ګډون پنځه سترې پروژې پرانیستلې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د دغو پروژو د پرانیستې پر مهال وویل، د دغو پروژو د چارو له بشپړېدو سره به په پلازمېنه کې له ترافیکي ګڼې-ګوڼې مخنیوی وشي.

ملا عبدالغنی برادر وویل: «خپلو هېوادوالو او د کابل اوسېدونکو ته دا وایم چې دا د پنځو پروژو پرانیسته ده او زه له ټولو مننه کوم.»

د کابل ښاروالۍ د مرستیال په وینا، د کابل ښار له لویدیځ سړک سره د شمال د سړک د نښلولو بهیر د دغو پروژو یوه برخه ده.

د نوموړي په وینا، دغه سړک ۷ اعشاریه ۵ کیلو مټره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري او د کابل ښاروالۍ له بودجې د ۵۳۰ مېلیونه افغانیو په لګښت به تر یو نیم کال پورې جوړ شي.

د کابل ښاروالۍ مرستیال عامر یاسر وايي: «دغه ډېرې مهمې پروژې دي چې په پلي کېدو سره به یې ټرافیکي ستونزې حل شي او د کابل اوسېدونکو ته به بنسټیز خدمات وړاندې شي.»

د پلازمینې یو شمېر اوسېدونکي د کابل ښاروالۍ د وروستیو کړنو په ستایلو سره وايي، د نورو سړکونو په جوړېدو سره به په ښار کې بیروبار راکم شي.

د کابل اوسېدونکی حمیدالله وايي: «سرک د یوه هېواد اقتصادي زېربنا ده، کله چې سرک وي، د اقتصاد له اړخه خلکو او دولت ته اسانتیاوې برابروي.»

د کابل ښاروالۍ مسوولان زیاتوي، د کابل د شمال تر لوېدیځ پورې د سړک په جوړېدو سره به شمالي ولایتونو نېغ په نېغه د کابل- کندهار له لويې لارې سره ونښلول شي.

شریک یي کړئ