د ازموینې ملي ادارې د جراحۍ او عمومي داخلې د تخصص بشپړېدو ازموینه په داسې حال کې واخیستله چې هېڅ ښځینه زدهکړیاله پهکې نهوه.
د دې ادارې رييس وايي، د دې ازموینې له نږدې ۲ زره ګډونوالو به ۱۰۰ زدهکړیالان د کابل او ننګرهار طبي پوهنتونونو ته جذب شي.
د ازموینو د ملي ادارې ريیس عبدالباقي حقاني وايي: «د سلو کسانو جذب دی، په هغوی کې ۶۹ د کابل لپاره دي او ۳۱ د ننګرهار لپاره دي، په مجموع کې د سلو کسانو جذب دی.»
د دې ازموینې ګډون کونکی رحیم ګل درویش چې پر پښه معلول هم دی له اړوندو مسوولانو د پوره روڼتیا غوښتنه لري.
د ازموینې ګډون کوونکی رحیم ګل درویش وايي: «د افغانستان له حکومت او مشرانو مو دا هیله ده چې په اینده کې داسې ډاکټران وروزي چې هغوی په واقعیت سره د نړۍ په کچه ډاکټران وي او هغه زمینه چې ټوله نړۍ یې ورته لري، دغه ډاکټران یې هم ورته ولري چې کار وکړي.»
د ازموینې ګډون کوونکی نثار نسیمي وايي: «غوښتنه مې دا ده چې حق باید مستحق ته ورسول شي، هر چا چې چمتوالی کړی، د هغوی خواري باید بېځایه لاړه نهشي او د ازموینې په پایله کې لاسوهنه و نهشي.»
پر ازموینې د څار پلاوی بیا د دې ازموېنې په بهیر کې له روڼتیا ډاډ ورکوي.
پر ازموېنې د څار پلاوي غړی لطفالله واحدي وايي: «هغه ډاکټران چې له کورنیو پوهنتونونو فارغ شوي او د لېسانس په کچه دي، چمتوالی یې نیولی، نن راغلي چې په یوې ځانګړې څانګه کې ازموینه ورکړي او هغه کسان چې فارغ شوي، د هغوی له منځه غوره کسان غوره شي.»
پر ازموینې د څار پلاوي غړی اکبر حبیب وايي: «د ازموینې بهیر په بشپړ ډول روڼ دی، صندوقونه لومړی د ازموینې کمېټې له لوري راځي او د داوطلبانو او ټولو په مخ کې کتل کېږي.»
د اکمال تخصص د دې ازموینې ګډونوال ټول نارینه دي او هیڅ یوه ښځینه زدهکړیاله پهکې حضور نهلري، خو د ازموینو د ملي ادارې رییس وايي، راتلونکي کې به له ښځینه زدهکړیالانو هم ازموېنه واخیستل شي.
په دې اړه مو اندونه