Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وثیق: سلګونو بهر میشتو هېوادوالو د راستنېدو فورمه ډکه کړې

له شخصیتونو سره د تماس کمېسیون وایي، په تېره یوه میاشت کې ۲۵ هېوادوال چې سیاسي څېرې، د تېر حکومت کارکوونکي او د پارلمان غړي په‌کې شامل دي، بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د دې کمېسیون ویاند زیاتوي، دغه کسان د جمهوریت له پرځول کېدو وروسته له هېواده وتللي وو، خو اوس د دې کمېسیون په هڅو بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

احمدالله وثیق وايي: «په دغو کسانو کې لوړپوړي چارواکي شامل وو، وزیران، معینان، رییسان، والیان، امنیه قومندانان او د لوړې کچې کسان شامل وو، هغو راغلل او خپل هېواد ته راستانه شول.»

دغه کمېسیون همدا راز زیاتوي چې سلګونو کسانو د تماس کمېسیون له لوري د راستنېدو فورمونه تر لاسه کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند یو ځل بیا له هغو کسانو چې د تحول پر مهال له هېواده وتلي، غواړي، بېرته هېواد ته راشي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «هغه کسان چې وتلي او د خطر احساس کوي، د دې کمېسیون اصلي موخه د همدې خطر او اندېښنې لرې کول دي، ډاډ ورکوو چې له هغوی هرکلی کوو.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکی بیا پر دې باور دي چې که سرپرست حکومت هغو کسانو ته چې له هېواده وتلي، په دولتي ادارو کې د کار زمینه برابره کړي، هغوی به بېرته هېواد ته راستانه شي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد حکیم تورسن وايي: «د افغانانو غوښتنو ته دې پاملرنه وشي او تر څنګ دې د افغانستان ننګونو ته چې هېواد ورسره لاس او ګرېوان دی، برنامې جوړې شي.»

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري زیاتوي: «هغه کسان چې له دې لارې بېرته افغانستان ته ستنېږي، نیک نوم لري، د هغوی له وړتیاوو او زده‌کړو باید ګټه پورته شي.»

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۱ کال له لومړیو تر دې دمه څه باندې ۵۲۰ تنه چې سیاسي شخصیتونه او د تېر حکومت کارکوونکي دي، هېواد ته راستانه شوي دي.

شریک یي کړئ