د ملګرو ملتونو سازمان د ویاند مرستیال فرحان حق ویلي د افغانستان لپاره د دغه سازمان د نوي چوکاټ پر بنسټ، د ښځو او نجونو مسایل، قومي او مذهبي لږکي او کورني بېځایه شوي په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو سازمان په کاري لومړیتوب کې به وي.
د ملګرو ملتونو سازمان د ویاند مرستیال ویلي چې دغه سټراټيژیک چوکات به، د اړینو خدمتونو د دوام، د ژوند او اقتصاد لپاره د فرصتونو برابرولو او د ټولنیز پیوستون په اډانه کې د جنسیتي برابرۍ او بشري حقونو په ګډون په درې ګډو لومړیتوبونو متمرکز وي.
فرحان حق په دې هکله څرګنده کړه:«په نوي سټراټيژیک چوکاټ کې به د ښځو او نجونو، ماشومانو او ځوانانو، بې ځایه شویو، بېرته راستنېدونکو، پناه غوښتوونکو او قومي او مذهبي لږکیو په ګډون د هغو کسانو اړتیاو او حقونو ته لومړیتوب ورکړل شي چې زیانمنوونکي دي. دا چوکاټ پر درې ګډو، بشپړونکو او پیاوړي کوونکو لومړیتوبونو متمرکز دی.»
اقتصاد وزارت بیا، اوسني وضعیت ته په کتو د افغانانو د ملاتړ په موخه د ملګرو ملتونو رول مهم بولي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري طلوعنیوز ته وویل:«د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان له خلکو په ملاتړ سره کولای شي مهم رول ولري. موږ هم د اسلامي امارت ترمنځ او په ټول کې له نړۍوالې ټولنې سره د نېک او سټراټېژيک تعامل غوښتونکي یوو.»
خو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي پر دې باور دي چې یوناما کولای شي له افغانانو سره د د دوامداره سولې په پرمختګ کې مرسته وکړي.
اقتصاد پوه سید مسعود وویل:«هغه بېوزلې چې له ۹۰ سلنې زیات موږ یې لرو او ۲۸ اعشاریه ۳ مېلیون بېوزله دي او د هغه ۶ مېلیونه چې په جدي بې وزلۍ کې دي، بشري مرستې او بشرپاله مرستې چې خوراکي خوندیتوب هم په ځان کې رانغاړي، په حقیقت کې دغه تقاضا لري.»
د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي هم څرګندوي:«یو ډېر مهم ارګان دی. کولای شي چې له افغانانو سره د سولې او پراختیا د ټینګښت په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.»
تر دې مخکې، ملګرو ملتونو ویلي، د نوي سټراټيژیک چوکاټ پر بنسټ به یې په افغانستان کې فعالیتونه تر ۲۰۲۵ کاله یعنې تر دوو نورو کلونو وغځېږي.
په دې اړه مو اندونه