Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د بشري ناورین پر حل د امریکا د سولې انسټېټیوټ ټینګار

د امریکا د سولې انسټېټیوټ د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د بشري ناورین د حل او بشري مرستو په اړه ټینګار کړی دی.

د دې غونډې یوه ګډونواله وايي، د دغه وضعیت له امله تر ډېره افغان نجونې او ښځې زیانمنېږي.

د پاملرنې سازمان سلاکاره ملیسا کورنټ وايي: «افغان ښځې او نجونې پر دوی د لګول شویو محدودیتونو له کبله اغېزمنې شوي. موږ همداراز د افغان ښځو د خوړو او اقتصادي ناورین شاهدان هم یوو.»

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د پالیسۍ رییسه بیا وايي، له افغانستان سره بشرپالو مرستو د لوږې او بشري ناورین مخه نیولې ده.

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د پالیسۍ رییسه سمیرا سید رحمان وايي: «۲۸ مېلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې له منځه یې ۱۵ مېلیونه د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي. په دوو وروستیو کلونو کې بشرپالو مرستو د لوږې مخه نیولې ده.»

اقتصاد وزارت بیا وايي، د دولتي او خصوصي شرکتونو موخه‌ییزې او لویې پانګونې کولای شي په هېواد کې د وزګارتیا او بې وزلۍ کچه راټيته کړي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبد‌الرحمن حبیب وايي: «د صادراتو لوړوالی او له کورنیو تولیداتو ملاتړ، لاسي صنایع او تخنیکي او عرفوي زده‌کړې کولای شي په هېواد کې د بې‌روزګارۍ کچه راټیټه کړي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان د وضعیت په تړاو د دوحې په وروستۍ غونډه کې چې د ۲۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو استازو په‌کې ګډون کړی و، په ډاګه وویل چې ۲۸ مېلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې له منځه یې شپږ مېلیونه له قحطۍ سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه